طالبان دې په افغانستان کې سوله ایزسیاست ته مخه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104420-طالبان_دې_په_افغانستان_کې_سوله_ایزسیاست_ته_مخه_کړي
 د روسیې او چین خارجه وزیرانو  همداراز  په افغانستان کې د دواړو هیوادونو دقانوني ګټو د تامینولو په ضرورت دیوه بل په ملاتړ ټينګاراو د رامینځةشوو پيښو په باب خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2021 10:52 Asia/Kabul
  • طالبان دې په افغانستان کې سوله ایزسیاست ته مخه کړي

 د روسیې او چین خارجه وزیرانو  همداراز  په افغانستان کې د دواړو هیوادونو دقانوني ګټو د تامینولو په ضرورت دیوه بل په ملاتړ ټينګاراو د رامینځةشوو پيښو په باب خبرداری ورکړ .

نووستي خبری آژانس راپور ورکړ، دروسیې   او چین خارجه وزیرانو  سرګئ لاؤروف او وانګ ئی نن  د افغانستان د وروستیو بدلونو نو په اړه په ټيلیفوني تماس کې  سره بحث او مشورې کړي  او ټينګار ئې کړی دی،ضروري ده څو د ماسکو او بیجینګ  چارواکي دطالبانو رهبران قانع کړي څو په افغانستان کې  د انسان دوستۍ او سوله غواړی سیاست اجرا کړي .

دوي  همداراز  د افغانستان د حالاتو په باب،د متعادل دینی سیاست د اجرا، دسوله غواړي بهرنی سیاست او د اجرا او دحکومت په جوړولوکې له درستو ډلو ټپلو سره د ملګرتیا لپاره د طالبانو د قانع  کولو په خاطر د ماسکو او بیجینګ  د هڅې پر ضرورت  ټينګار وکړ.

 د روسیې او چین خارجه وزیرانو  همداراز  په افغانستان کې د دواړو هیوادونو دقانوني ګټو د تامینولو په ضرورت دیوه بل په ملاتړ ټينګاراو د رامینځةشوو پيښو په باب خبرداری ورکړ .