په نجف او کربلاکې په میلیونونو عزادار  حسینی عاشورا لمانځي  
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104486-په_نجف_او_کربلاکې_په_میلیونونو_عزادار_حسینی_عاشورا_لمانځي
دتهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت  درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2021 07:39 Asia/Kabul
  • په نجف او کربلاکې په میلیونونو عزادار  حسینی عاشورا لمانځي  

دتهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت  درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

 المینار ټيلیویژنی چینل راپور راکړ ، په نجف او کربلا کې په میلیونونو مینه والو د حضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون د شپې او ورځې دستورې  په پرتم سره لمانځلي او هماغه راز دوام لري .

 راپور ښئ په کربلان کې په میلیونونو حسینی عزادارو  په ویر او غم کې د مظلوم امام د مظلومیّت  او شهادت په مناسبت دستورې ترسره کړي دي . همداراز په نجف اشرف  او کاظمین  کې هم په لکونو خلکو د حضرت امام علی علیه السلام   او په کاظمین کې د امامینو په سپيڅلي حرمیّن کې د یاحسین یاحسین شعارونه پورته کړل او له اهل بیت علیهم السلام سره ئې خپله مینه او  عشق نندارې ته وړاندې کړ .

 وروستي راپورونه ښئ د عراق ، ایران ، پاکستان،افغانستان ،لبنان ،سورئې ، بحرین  هندوستان پشمول دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دغه ولولناکې دستورې  هماغه راز دوام لري او  دغه درستې دستورې د روغتیائي پروټوکولونو په اساس  ترسره کیږي  وروستي راپورونه ښئ تر وروستیو پورې په کربلا کې کابو درې میلیون حسینی مینه وال په دغو دستورو کې ګډون کوي .

د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت  درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

Image Caption