ترهه ګري او افراط پالنه د درستې سیمې لپاره ګواښ دي
د افغانستان په ټولشموله حکومت کې تاجیکان او نورو قومونه باید غوره ځاي ولري او باؤري یوو چې په دغه هیواد کې سوله او ثبات یوازې له دې لارې تامینږي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له طالبانو سره دخبرواترو دترسره کولو په باب سره مشورې وکړې .
راپور ښئ ،د تاجیکستان ولسمشرامامعلی رحمان په دوشنبې ښار کې د افغانستان د تاجیکانو او طالبانو دخبرواترو د ترسره کولو ته زمینې د جوړولو لپاره دپاکستان او دغه هیواد د موافقې خبر ورکړ. هغه په دې باب د پاکستان له لومړي وزیر سره له خبرواترو وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه . د تاجیکستان ولسمشر ووئیل ،مونږ په ترټولو لوړه سویه او د لوړپوړو چارواکو په سویه د دواړو هیوادونو ترمینځ د منظمو سیاسی تماسونو په بهیر راضي یوو . د امامعلی رحمان دڅرګندونو په اساس ، په خبرواترو کې دواړو لورو د د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ د لاپراختیا پر امکان چې د دواړو لورو یوه ګډه او مهمه موخه ده ټینګار وکړ . هغه له ترهه ګرۍ ، افراط پالنې ، دنشه ایزو موادو له قاچاق او له سیمې د ورآخوا منظم جنایتونو او نړیوالو ګواښونو سره په مبارزې کې دملګرتیا د دوام په ضرورت په ټينګار سره ووئیل ، مونږ د افغانستان ګاونډیان ، په دغه هیواد کې د سولې او ثبات له احیاء سره ترټولو زیاته دلچسپی لرو او دغه راز د افغانستان د ملی اقتصاد احیاء ته هم ځانګړی پام لرو ، مونږ ټینګار کوو ، چې د افغانستان په ټولشموله حکومت کې تاجیکان او نورو قومونه باید غوره ځاي ولري او باؤري یوو چې په دغه هیواد کې سوله او ثبات یوازې له دې لارې تامینږي .