د انګلستان کرکټ ټیم خپله څلورمه سیالي هم وګټله
(last modified Tue, 02 Nov 2021 00:09:03 GMT )
Nov 02, 2021 04:39 Asia/Kabul
  • د انګلستان کرکټ ټیم خپله څلورمه سیالي هم وګټله

د شارجې په کرکټ لوبغالي کښې په شوې لوبه کښې انګلستان سري لنکا ته ماتې ورکړه

تیر ماښام د سري لنکا د کرکټ ملي ټیم د ټاس یا پچې په ګټلو سره انګلستان ته د بیټنګ بلنه ورکړه او په سر کښې په ډیر ښه بالنګ سره، یوازې په ۳۵ منډو د انګلستان درې تکړه توپ وهونکي آوټ کړل.

خو جوز بټلر او ایون مورګن د سري لنکن بالرانو په وړاندې په کلکې اودریدنې سره د لوبې مخه واړوله او جوز بټلر یوازې په ۶۷ بالونو ۱۰۱ رنز یا منډې جوړې کړې. د هغه په خوا کښې کپتان ایون مورګن هم په ۳۶ بالونو ۴۰ رنز جوړ کړل.

داشان د انګلینډ ټیم په ټاکلو ۲۰ اورونو کښې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۳ منډې وکړې.

په ځواب کښې د سري لنکا ټوله لوبډله په ۱۹ اوور کښې د ۱۳۷ منډو په کولو سره وسوځیدله او داشان دغه سیالي د انګلستان ټیم په ۲۶ منډو وګټله.

دا د روان شل اووریز نړیوال کپ په سیالیو کښې د انګلستان د ټیم څلورمه بریا وه.

د کرکټ له دنیا بل خبر دا چې پاکستان هم نن خپله څلورمه سیالي له نمیبیا سره کوي.

د ویلو ده چې د پاکستان د کرکټ ملي ټیم هم د روان نړیوال یا ورلډ کپ په سیالیو کښې خپلې تیرې درې واړه لوبې ډیر په نره ګټلې دي او دویم ګروپ کښې په اول نمبر دی. ورپسې د افغانستان د کرکټ ټیم د دغه ګروپ دویم مقام لري.

 

ټیګونه