د اروپا ماشومان له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
Nov 04, 2021 06:33 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ماشومانو د ژغورنې صندوق له کورونا په وروسته پړاو کښې له بې وزلۍ سره د مخامخ د اروپايي هیوادونو د ماشومانو د شمیر د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ .
د ماشومانو د ژغورنې صندوق په دې خبرې سره چې د کورونا ویروس له خپریدا مخکې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو کښې اتلس (۱۸) میلیونه ماشومان یعني په هرو څلورو (۴) ماشومانو کښې یو(۱)ماشوم د بې وزلۍ له خطر او ټولنیزو محرومیتونو سره مخ و وویل له کورونا په وروسته وخت کښې دغه شمیر شل (۲۰) میلیونو ماشومانو ته رسیدلی دی او که چیرې سمدستي اقدامات ترسره نشي نو دغه شمیر به نور هم پسې زیات شي .