روسیه په هیڅ هیواد حمله نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i108924-روسیه_په_هیڅ_هیواد_حمله_نه_کوي
فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د امریکا او د اوکراین له چارواکو سره د ځینې سرچینو وروستیو ادعاګانو ته په غبرګون کښې چې ویلي یې دي روسیه په اوکراین باندې د برید نیت لري وویل ماسکو په هیڅ هیواد حمله نه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2021 08:39 Asia/Kabul
  • روسیه په هیڅ هیواد حمله نه کوي

فارس خبري اژانس وايي په امریکا کښې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د امریکا او د اوکراین له چارواکو سره د ځینې سرچینو وروستیو ادعاګانو ته په غبرګون کښې چې ویلي یې دي روسیه په اوکراین باندې د برید نیت لري وویل ماسکو په هیڅ هیواد حمله نه کوي .

اناتولي انتونوف زیاته کړه د اوکراین پرضد د روسیې د ادعا وړ ګواښ په هکله ټولې حملې په مصنوعي ډول د امریکا لخوا او د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زلنسکي د ناکامیو د توجیه کولو په هدف سره رامینځته شوي دي .

په تیرو څو ورځو کښې د امریکا ځینو رسنیو د اوکراین او د واشنګټن د جاسوسۍ ادارو د چارواکو په قول وویل روسیه نیت لري د روان کال د ژمي په نیمايي کښې په اوکراین حمله وکړي یا په دغه هیواد کښې کودتا وکړي .

روسیې په ځلونو ویلي دي چې له اوکراین سره په سرحد کښې د ماسکو پوځي اقدامات عادي  چاره او امریکا او ملګري یې هماغه راز نیت لري له اوکراین سره د روسیې په سرحد کښې شرایط کړکیچن وښيي .