په امریکې کې د اومیکرون د چټک خپراوی د امله الوتنې بندې شوي
په امریکا کې د اومیکرون د ویروس د چټک خپراوی د امله له درو ورځو راپه دې خوا ټولی الوتنې بندي شوي او د مسافرتي کښتیو په تګ او راتګ بندیزو ولګېده.
د رویټرز له راپور سره سم، په امریکا کې د اومیکرون ویروس د وبا د امله د دې هیواد هوایي شرکتونه د نیروګانو له کمښت سره مخامخ شوي او په تېرو دریو ورځو کې ۱۳۰۰ الوتنې کنسل شوي دي.
دا په داسي حال کې دی چي د عیسویانو نوی کال په راتلونکو ورځو کې پیلیږي.
د هوایي شرکتونو د نه فعالیت تر څنګ امریکې ته د مسافرتي کښتیو په ورتګ هم بندیز لګول شوي دي.
نن دریمه ورځ ده چي په امریکا کې ټولي الوتنې بندي شوي.
د امریکا د عفونی ناروغیو د ادارې مشر «انتونی فائوچی» د هغو امریکایانو د مبتلا کېدو په هکله خبرداری ورکوي کوم چي تر اوسه واکسن شوي نه دي، هغه وایي: د اومیکرون نوې څپه به د امریکا ټول روغتونونه ډک کړي او د ناروغانو شمېر به ورځ تر بلي زیات شي.