د ایران کروز توغندیو د قدرت انډول بدل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110458-د_ایران_کروز_توغندیو_د_قدرت_انډول_بدل_کړی_دی
د امریکا «نیویارکر» اونیزې په یوه (۱) راپور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اغیزشیندني او پوځي وس باندې اعتراف وکړ او ویې لیکل ایران په موډرن تاریخ کښې له بل هر وخت څخه زیات له ډیر نفوذ څخه برخمن دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2022 01:12 Asia/Kabul
  • د ایران کروز توغندیو د قدرت انډول بدل کړی دی

د امریکا «نیویارکر» اونیزې په یوه (۱) راپور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په اغیزشیندني او پوځي وس باندې اعتراف وکړ او ویې لیکل ایران په موډرن تاریخ کښې له بل هر وخت څخه زیات له ډیر نفوذ څخه برخمن دی .

نیویارکر اونیزې ټینګار وکړ د امریکا هیڅ ولسمشر نه دی توانیدلی په لویدیځې اسیا (مینځني ختیځ ) سیمې کښې د ایران پوځي اړم او سیاسي نفوذ کنټرول کړي او د ایران پرضد د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرله پسي پوځي ګواښ نور یوه(۱) جذابه او اوږدمهاله ګزینه او انتخاب نه دی .

نیویارکر اونیزې په دوام کښې دغه راز هغو درسونو ته په اشارې سره چې امریکا په افغانستان او عراق کښې زده کړي دي وویل د امریکا یو (۱) بشپړه پوځي کمپاین به تقریبا په پریکنده توګه په څو جبهو کښې د سیمه ییز جنګ سبب شي .

د امریکا نیویارکر اونیزې د ایران د اسلامي جمهوریت په دفاعي او پوځي توانمنۍ باندې اعتراف سره وویل ایران په سلګونو کروز توغندي لري چې له ځمکې یا په کشتۍ کښې وړل کیږي او په ټیټه سویه د الوت کولو توان لري او له څو اړخونو د حملې وړتیا لري او د ریډارونو او د سپوږمکیو لپاره د دغو توغندیو معلومول ګران کار دی ځکه چې د هغو موټرونه د بالسټیک توغندیو په اپوټه د کارول کیدا په وخت رڼا نه تولیدوي .