نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې ځينی بهرنۍ ورځپاڼې هم درسره شریکې کړو .هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
داهم د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له الجزیره ټیلیویژني چینل سره په خپرو کې ووئيل،له سعودي عربستان سره د اړیکو داحیاء لپاره تیار یوو،هغه وئيلي دي،له عربستان سره روانې خبرې اترې مثبتې او رغنده دي او ایران له دغه هیواد سره د اړیکو دبیرته پيلولولپاره هروخت تیار دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی د ي،د جنوبی کوریا خارجه وزارت په ویانا کې د ایران له مرستیال خارجه وزیر علی باقري کني سره له لیدوکاتو وروسته په یوې اعلامیې کې د خبرواترو چورلیزونو ته په اشارې سره په کوریائي بانکونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کنګل شوو شتمنیو اوپیسو د آزادولو خبر ورکړ.د جنوبی کوریا خارجه وزیر چوي هیله ښودلې چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء کونې خبرې اترې زر ترزره نتیجې ته ورسیږي .
د افغانستان د بلخ ولایت د ښونځیو محصیلینو او زده کونکو د طالبانو پر حکومت غږ کړی ،چې زرترزره دې د هیواد پوهنتونونه پرانیزي .
وائي یو کشمیری چې د ۱۳۲۷لمریز کال د مرغومې د میاشتې په پنځلسمه نیټه زیږیدلی دی اوس ئې درې اویا کاله پوره شوي دي ، او تقریبا د خپل ژوند په درستو مرحلو کې ئې چې ئې بشپړ کړي دي ، په هرې مرحلې کې دا احساس ورسره ملګری دی،چې د استعمار او زبیښاک په منګولو کې او په نیواک کې ژوند تیروي .
ورځپاڼې مخکې لیکلي دي ،په قزاقستان کې په وروستیو تاؤتریخوالو او اخ وډب کې په لسګونو کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان او نیول شوي دي او حالات لاپسې په ترینګلتیا دي .
دعراق عصائب اهل الحق غورځنګ په یوې خبرتیا کې ددغه هیواد د پارلیمان د اکثریت د فریکشن د جوړولو په باب د مقتدی صدر او د شیعیانو دغږملونکي چوکاټ ترمینځ ګډو ټکو ته درسیدا خبر ورکړ .
دتهران چاپ کیهان ورځپاڼې هم په انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان سردار قاآغاني د مدافع حرم د شهیدانو په پنځم نړیوال سیمنار کې پخپلې وینا کې ووئيل ، هر چرته لازمه شوه،له امریکایانو د کورونو له داخله ورڅخه دغچ اخستنې زمینه برابروو .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، په داسې حال کې د چین چټکه اقتصادي وده نورو حوزو ته هم غزیدلې ده ، د امریکا او جاپان دفاع وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په دغه وضعیّت داندیښنې په ښودلو سره د چین په زیاتیددونکي قدرت خپله لالهاندي نندارې ته وړاندې کړې ده .
د تهران د جمعې لمانځه له ترسره کیدا سره په یووخت ، د تهران د مصلی یا عیدګاه په شاوخوا کې داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو ، د عراق د امریکا ئي ترهه ګرپوځ په عین الاسد پوځي کیمپ باندې د توغول شوو دوو بالستیک توغندیو نمونې دخلکو نندارې ته وړاندې کړي دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي پخپلو خطبو کې روښانه کړې ،د زړونو دسردار شهید جنرال قاسم سلیماني څخه په یادګار پاتې مقاومتي جبهه به په سیمې کې د استکبار ریښه وچه کړي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، په فرانسې کې د آمانوئل ماکرون په ولسمشرۍ حکومت فیس بک او ګوګل دوه شرکتونه ددغه هیواد د قوانینو دخلاف ورزۍ په دلیل مجموعا په څه دپاسه دوه سوه شپږدیرش میلیون ډالر جرمانه کړل .
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې لویدیځي لورو په ایران د دباؤ د زیاتولو په موخې سره د ایران د اسلامی جمهوریت له ایټمی پرمختګونو ،د ایران په ضد د زیاتره دباؤ دسیاستونو له ناکامیو د ویرې په دلیل دوامدارو الټي میټمونو ته مخه کړې ده ، خو د تیر وخت په څیر به هیڅ په لاس ورنشي .
د افغانستان په ځينوولایتونو کې محصیلیونو او زده کونکو په هیواد کې د پوهنتونونو د پرانیستو لپاره پر طالبانو د دباؤ په خاطر اعتراضونو ته مخه کړې ده .
د سورئې په دیرالزور او الحسکه ولایتونو کې ددغه هیواد پوځ او دمقاومتي چورلیز ځواک د تکفیری ترهه ګرو له سپيرو منګولو یوشمیر نوره کلي هم آزاد کړي چې د امریکا او ترکیې ځيني نیواکګر و عسکرو د شاتګ سبب شوي دي .
په جموکشمیر کې هندي پوځ یو ځل بیا د کشمیري مسلمانانو ژوند تریخ کړی او په ډيرو سیمو کې ئې د اسلام دګران پیغمبر د ګرانې لور حضرت فاطمة الزهره سلام ا...علیها دشهادت دکلیزې د دستورو د ترسره کیدا مخه نیولې او ویرجن مسلمانان ئې په سختۍ سره ځپلي دي .
داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي دګمنامو شهیدانو د جنازو په دستورو کې په شتون سره په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، ډير هیله منونکی او ځلانده راتلونکی وینم .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دفرانسې خارجه وزیر ایو ژان لودریّن په یولړ خبرو کې وئيلي دي ، ډیر هیله مند یم چې په وینا کې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې په خبرواترو کې ښې نتیجې ته رسیدلی شو . داپه داسې حال کې دي ، چې د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهایان وئيلي دي ، په ویانا کې د نړیوالې ایتمي موافقې د احیاء لپاره خبرې اترې په طبیعي او ښې لارې روانې شوي دي ، په عین حال کې د امریکا او صهیونیسټ رژيم خارجه وزیرانو د ایران د اسلامی جمهوریت د موجوده حالاتو او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په باب سره مشورې کړي دي .
ورځپاڼه مخکې لیکي، د ملګروملتو دبشری حقوقو شورا په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،په قزاقستان کې دې ښکیل لوري په سوله ایزو خبرواترو پسې شي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د یوې اعلامیې په خپرولوس ره ټينګار کړی ، په قزاقستان کې ثبات او امنیت له ځانګړي اهمیّته برخمن دی ،هیله مند یوو چې په دغه هیواد کې ثبات او آرامښت زرتزره ټینګ شي او هغه بهرني لوري چې له موجوده شرائطو څخه د ناسمې استفادې هڅه کوي ، له کرغیړنو کارونو دې ډډه وکړي .
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف به ډير زره د ایران د اسلامی جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره دخبرواترو او مشورو لپاره تهران ته په سفر راشي .
د لیبیا په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي استازي وئيلي دي ، دلیبیا دموجوده حالاتو د حل او سولې ته درسیدا یوازینۍ حل لاره په دغه هیواد کې شفاف او خپلواکه انتخاباتو ترسره کیدا ده .
د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون ددې خبرې له کولو وروسته چې د فرانسې د حکومت دواکسینشن سټراټژي داده چې د هغو کسانو لپاره د ورځې ژوند چې د کروناضد واکسن ئې نه وي پیچکاري کړی ، لاسخت او مشکل کړي ، د ډیری خلکو غوسه ئې راپارولې او دخلکو له کرکې او نفرت سره مخ شوی دی .
دعراق د بریښنائي چارو زویر په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، هیواد ئې د ایران دګیسو د پورونو ورکولو ته تیار شوی دی .
اوس هم راګرځو ځینوبهرنیو ورځپاڼو ته چې د افغانستان دحالاتو په باب ئې لیکنې کړي دي ،او له انټرنیټه مو راخستي دي او باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
فارین پالیسۍ خپرونې په یو تازه راپور کې ویلي، طالبان له امریکا سره د بندیانو د تبادلې هڅه کوي.
دغې امریکائی خپرونې لیکلی دي، یو شمېر امنیتي، ډپلوماټیکو او حقوقي سرچینو( چې نامې ئې نه دي اخستي ) ورته ویلي دي ، طالب مشران پر واشنګټن ټینګار کوي، څو د نشه يي موادو پر قاچاق محکوم بشیر نورزی چې امریکا کې د عمري بند سزا ګالي، د یوه برمته شوي امریکائي انجنیئر مارک فرېکس د خوشې کېدو په بدل کې له بنده ازاد کړي.
مارک فرېکس دوه کلونو راهیسې په افغانستان کې برمته شوی دی.
فارین پالیسي د بریتانیا د یو پخواني چارواکي سټېف بروکېنګ له خولې چې په افغانستان کې ئې له ملګرو ملتو سره هم کار کړی وايي، طالبانو همدارنګه ګواښ کړی تر هغه وخته چې بشیر نورزی په کندهار کې خپل کور ته نه وي ستون شوی، دوي به د هغو افغانانو د تخلیې د پروسې مخه ونیسي چې یا امریکا ئي اسناد لري او یا په امریکا کې د مېشت کیدا د پروسې په شرایطو پوره دي.
بشیر نورزی چې د فارین پالیسي خپرونې په وینا د هیروینو د قاچاق د پیسو له لارې یې د طالبانو وسله وال فعالیتونه تمویلول، په ۲۰۰۵ کال کې د نشه ایزو موادو د قاچاق په تور په نیویارک کې ونیول شو او په ۲۰۰۹ کال کې په عمري بند محکوم شو.
د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه د فارین پالیسي د دې راپور په اړه تبصره نه ده کړې.
= بله امریکايي ورځپاڼه واشنګټن ایګزامینر د چارواکو په وینا لیکي، له افغانستانه د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د داعش خراسان څانګې او القاعده ډلې وده کړې او ښائي دا ډلې دا ظرفیت پیدا کړي چې د څو میاشتو په ترڅ کې په نړیواله کچه بریدونه وکړي.
خپرونه لیکي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو یوه اوونۍ وروسته د دا ډول ګواښونو لړۍ پيل شوې ده.
په خپرونه کې وړاندې راغلي دي چې د امریکا د متحد ایالاتونو لوي درستیز جنرال مارک میلي د سېپټمبر په ۲۹ کانګرس ته ویلي وو، ترهګرې ډلې کیدای شي چې له شپږو تر ۳۶ میاشتو پورې بیا سره منظمې شي.
واشنګټن ایګزامینر ورځپاڼې ته د امریکا د لوي درستیز د دفتر ویاند ویلي دي چې دا اټکل لا هم په خپل ځای دی، یعنې درې میاشتې یې تېرې شوي دي.
وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیوۀ بیا-بیا یې دا ژمنه تکرار کړې ده چې هېڅ بهرنۍ وسله والې ډلې ته به اجازت ورنه کړي څو په افغانستان کې فعالیت او له افغانستانه په بهر کې بریدونه وکړي.