له نړیوالې ایټمي موافقې د ټرمپ وتل ستره تیروتنه وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110952-له_نړیوالې_ایټمي_موافقې_د_ټرمپ_وتل_ستره_تیروتنه_وه
د امریکا په پخواني ولسمشر دغه نیوکې  په داسې حال کې مطرح شوي  چې په دغو شپو ورځو کې په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د خبرواترو اتم پړاؤ  روان دی او د ایران د او  لورو دمرکچي ټيمونو دمسئولانو په وینا په دغو خبرواترو کې تر ډیره حده پرمختګ شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2022 09:18 Asia/Kabul
  • له نړیوالې ایټمي موافقې د ټرمپ وتل ستره تیروتنه وه

د امریکا په پخواني ولسمشر دغه نیوکې  په داسې حال کې مطرح شوي  چې په دغو شپو ورځو کې په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د خبرواترو اتم پړاؤ  روان دی او د ایران د او  لورو دمرکچي ټيمونو دمسئولانو په وینا په دغو خبرواترو کې تر ډیره حده پرمختګ شوی دی .

پولیټيکو خپرونې پخپل یوه راپور کې لیکلي دي ، د سپينې ماڼۍ  چارواکو  د ایران  له ایټمي دوسیې سره په رابطه کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د وتلو لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر د  ډونالډټرمپ  یو اړخیز اقدام ، نه تعریف شوي  موخو او مبهم راتلونکي په دلیل محکوم  کړی دی .

دغې خپرونې زیاته کړې ده،د امریکا په پخواني ولسمشر دغه نیوکې  په داسې حال کې مطرح شوي  چې په دغو شپو ورځو کې په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب د ایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د خبرواترو اتم پړاؤ  روان دی او د ایران د او  لورو دمرکچي ټيمونو دمسئولانو په وینا په دغو خبرواترو کې تر ډیره حده پرمختګ شوی دی .

 په راپور کې وئيل شوي دي،د سپینې ماڼۍ ویندوئې جن ساکي له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د بې هدفه وتلو لپاره د ټرمپ په فیصلې  نیوکه وکړه او  وې وئيل،دغه اقدام دې موضوع ته له پامه پرته چې په راتلونکي کې ممکنه ده څه پيښ شي،ترسره  شوی دی .