د ويانا خبرې اترې مخ په وړاندې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i110990-د_ويانا_خبرې_اترې_مخ_په_وړاندې_روانې_دي
د چين لوړ رتبه مذاکره کؤنکي په هغو خبرو اترو کښې چې د په ويانا کښې د بنديزونو د ختمولو په محور سره روانې دي وويل، خبرې اترې مخ وړاندې روانې دي او په دغو خبرو اترو کښې ګډون کؤنکي د ټولو هېوادونو استازي په ډېر لنډ وخت کښې وورستۍ موافقې سره د رسېدو لپاره کوشش کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2022 03:13 Asia/Kabul
  •  د ويانا خبرې اترې مخ په وړاندې روانې دي

د چين لوړ رتبه مذاکره کؤنکي په هغو خبرو اترو کښې چې د په ويانا کښې د بنديزونو د ختمولو په محور سره روانې دي وويل، خبرې اترې مخ وړاندې روانې دي او په دغو خبرو اترو کښې ګډون کؤنکي د ټولو هېوادونو استازي په ډېر لنډ وخت کښې وورستۍ موافقې سره د رسېدو لپاره کوشش کوي.

په ويانا کښې په نړيوالو ادارو کښې د چين دائمي استازي او سفيء وانګ کوان چې په خبرو اترو کښې د بيجنګ د مذاکراتي ټيم مشري په غاړه لري. له اېرنا سره په خاصه مرکه کښې د تېرې چارشنبې د ورځې د اجرائي تمهيداتو د کار ډلې د غونډې په باره کښې چې د احتمالي موافقو د اجرا د څه رنګوالي د څېړنې لپاره جوړه شوه د يوې پوښتنې په ځواب کښې وويل: دغه غونډه مهمه وه او پکښې بنيادي مسائل وڅېړل شول.

هغه همدارنګ واضحه کړه چې د ويانا په خبرو اترو کښې ټول لوري جدي دي.