په ناټو کې له غړیتوبه دد ډډه کولو لپاره د اوکرایّن شرط
په انګلستان کې د اوکرایّن سفیر وادیم پرستایکو په یوې مرکې کې ووئيل له روسیې سره د جنګ د رامینځةکیدا دمخنیوي په بڼه کې کی یف ممکنه ده ، پابند شي ، چې هیڅکله د ناټو غړی نه شي .
په انګلستان کې د اوکراین سفیر پرستایکو ټينګار وکړ،دم ګړۍ زمونږ لومړیتوب د هغه بحران کمول دي چې هره ورځ د مونږ له پولو په بهرکې زیاتیږي .کي یف له دغو تاؤتریخوالو د وتلو لپاره په یوې علمی حل لارې پسې دی .
په ناټو کې د غړیتوب په زمینې کې د اوکراین د ښکاره دریځ بدلول، په اوکراین باندې د روسیې د ادعائي حملې د موضوع جدي کیدا ته په پام سره د دوي په ترینګلو امنیتی حالاتو ددغه هیواد دمشرانو د نوي درک ښودنه ده . داپه داسې حال کې دي چې د اوکراین په اساسی قانون کې په ناټو کې د دغه هیواد دغړیتوب دضرورت موضوع راغلی ده . د اوکراین دلویدیځ پالو مشرانو یوه اصلي غوښته ، په ۲۰۰۴کال کې په اوکراین کې د رنګین انقلاب درامینځةکیدا له وخت او د اوکراین د وخت د لویدیځ پال ولسمشر ویکټور یوشچنکو واک ته درسیدا له وخت راهسې ،په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه موجوده ده . ددغې غوښتې پلمه ، د اوکراین دملی امنیت په ضد د روسیې له خوا د ګواښونو دشتون ادعا ده . که څه هم د اوکرایّن د روس پال ولسمشر ویکټور یانوکویچ د واکوالۍ په پړاؤ کې، دغه غوښته ځنډول شوې وه ، خو په ۲۰۱۴کال کې د اوکراین له بحران وروسته او د یانو کویچ په څنګةکیدا پسې او د پترو پوروشنکو په مشرۍ د نوي لویدیځ پال حکومت واک ته په رسیدا سره ،دغه غوښتنه په ډیرشدت سره تعقیب شوه .
اوس د ولودیمیر زلنسکي د ولسمشرۍ په پړاؤ کې ، کی یف له ناټو سره خپلې اړیکې لازیاتې پراخې کړي دي او ددغې لویدیځي پوځي موسیسې چارواکو په تیره بیا د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ هم په ناټو کې د اوکراین دغړیتوب په ضرورت ټينګار کړی دی .
داپه داسې حال کې دي چې ماسکو په کرتو وئیلی دي ، په ناټو کې د اوکراین پشمول د نزدې حوزې د هیوادنو غړیتوب ، دروسیې دملی امنیت سره کرښه ده او ددغې چارې تحقق به ، د روسیې او ناټو د ګاونډيتوب او د روسیې او اوکراین له پولو سره په شاوخوا کې د ځواکونو، د لنډ او مینځ واټنه ایټمي بالسټیک غوغندیو پشمول،تاسیساتو او وسلو د دیره کیدا په معنا وي .
دې ته په پام سره چې د روسیې پلازمینه ماسکو د اوکراین له پولې سره په اته سوه کلومیټرۍ کې دی،په ناټو کې ددغه هیواد د احتمالی غړیتوب،د روسی ې د ملی امنیت لپاره یو جدي ګواښ حسابیږي .
نو ځکه د ۲۰۲۱کال ددسمبر په مینځیو کې او د اوکراین په سر د تاؤتریخوالو په زیاتیدا سره،د روسیې خارجه وزارت ، دی وشمیر امنیتی ضمانتونو وړاندیز مطرح کړ،او له امریکا او ناټو ئې وغوښتل د دوي غوښتې دې په نظر کې ونیسي .
ماسکو په ناټو کې د اوکراین دنه غړیتوب او دغه راز د خپلو پولو په شاوخوا کې د ځواکونو د نه دیره کولو په باب او ورسره د ۱۹۹۷کال وضعیّت ته د پوځي ځواک د د یره کیدا وضعیّت د بیرته ګرځولو په اړه د ضمانتونو دورکړې غوښته کړې وه . په عین حال کې دغه درستې غوښتنې د ناټو او امریکا له مخالفت سره مخ شوي دي .
په دغه شان وضعیّت کې ،روسیې دخپلې خاورې په داخل کې د پوځي ځواک په خوځولو او د پوځي تجهیزاتو نندارې ته د وړاندې کولو اقدام کړی دی .امریکایانو د روسیانو دغه اقدام، په اوکراین د روسیې دحملې زمینه جوړونه بولي ، په عین حال کې هغه څه چې واشنګټن ورته زیاتره اشاره نه کوي ، داروپا په ختیځ کې د دغو پوځي او امنیتی بدلونونو د پيښیدا دلیل، یعني ختیځ ته د پراختیا په زمینې کې د ناټو یرغلیز کړچار دی .
په هرحال،اوس اوکراین د امریکا په مشرۍ د ناټو او روسیې ترمینځ د ډغرې او تاؤتریخوالي په ډګر بدل شوی دی .امریکا په ناټو کې د خپلو اروپائي شریکانو تر څنګ ،د روسیې په ضد یرغلیز او پروپيګنډيز کړچار ته دوام ورکړی دی .
د واشنګټن موخه ، دختیځ په لور د ناټو د پراختیا، د روسیې له پولو سره نزدې د ځواک دیره کیدا او په اروپائي لوئې وچې کې دایټمي توغندیو ځاي په ځاي کیدا ده چې د مینځ پړاوه ایټمي ځواک له تړون (آئي این ایف)څخه د امریکا په وتلو سره ددې امکان برابرشوی دی .