طالبان دې د ترهګرو په اډې د افغانستان د بدلیدو مخه ونیسي
Feb 15, 2022 06:03 Asia/Kabul
په ملګرو ملتو کښې د چین استازي د امنیت شورا په غونډه کښې له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو په خوندي اډې باندې د افغانستان د بدلیدو د مخه دې ونیسي
په ملګرو ملتو کښې د چین استازي د امنیت شورا په غونډه کښې له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو په خوندي اډې باندې د افغانستان د بدلیدو د مخه دې ونیسي
د ملګرو ملتو لپاره د چین دائمي استازي ژانګ جون د امنیت شورا په غونډه کښې خپلې وینا کښې، په افغانستان کښې د امنیتي تشې په وجه د ترهګرۍ د ګواښ زیاتیدو ته په اشارې سره له طالبانو وغوښتل چې د ترهګرو په امن کور باندې د دغه هیواد د بدلیدو مخه ونیسي.
هغه وویل: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو شاتګ په دغه هیواد کښې د امنیتي خلا د رامینځته کیدو او د وسله والو ډلو د پراختیاو سبب شوي دي.