اوکراین کښې د جنګي جنایت هیڅ ثبوت نشته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i112886-اوکراین_کښې_د_جنګي_جنایت_هیڅ_ثبوت_نشته
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې میرمن جنیفر ساکي د اوکراین د فضا د پاسه د نه الوت سیمې د رامینځته کولو لپاره د کي یف غوښتنه رد کړه او ویې ویل په اوکراین کښې د جنګي جنایت په هکله هیڅ ثبوت نشته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2022 09:08 Asia/Kabul
  • اوکراین کښې د جنګي جنایت هیڅ ثبوت نشته

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې میرمن جنیفر ساکي د اوکراین د فضا د پاسه د نه الوت سیمې د رامینځته کولو لپاره د کي یف غوښتنه رد کړه او ویې ویل په اوکراین کښې د جنګي جنایت په هکله هیڅ ثبوت نشته .

هغې نن سهار د اوکراین د فضا د پاسه د نه الوت سیمې د رامینځته کولو لپاره د کي یف د غوښتنې په هکله وویل نه الوت سیمه د ځواکونو شتون ته ضرورت لري او دا چاره له روسیې سره د جنګ سبب کیږي او مونږ دغه جنګ نه غواړو .

جین ساکي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په اوکراین کښې د جنګي جنایت په هکله هیڅ ثبوت نشته وویل د امریکا له هوايي حریم څخه د روسیې د الوتکو د استفادې د بندیز په هکله ټول انتخاباونه په میز شته او زیاته یې کړه مونږ څو میاشتې کیږي چې په ملګروملتونو کښې د روسیې له نمایندګۍ څخه د ماسکو د دولسو ډيپلوماټانو د ایستلو د فیصلې په هکله کار کړی دی .

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په دوام کښې د روسیې پرضد د بندیزونو د زیاتیدا او له اروپايي اتحادیې سره د نږدې غږملتیا په دوام ټینګار وکړ .

په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو په پیلیدا سره لویدیځو هیوادونو اوکراین ته د زیاتو وسلو او مهماتو استول پیل کړي دي .

د روسیې دفاع وزارت په تیرې دوشنبې ورځ لویدیځو هیوادونو ته اوکراین ته د وسلو د استولو په هکله خبرداری ورکړی و .

د امریکا او د اروپايي هیوادونو اقدامات په اوکراین کښې د کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شوي دي .