د حضرت عباس علمدار د زوکړې کلیزه مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i113118-د_حضرت_عباس_علمدار_د_زوکړې_کلیزه_مو_مبارک_شه
نن د شعبان د میاشتې څلورمه نیټه د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2022 01:55 Asia/Kabul
  • د حضرت عباس علمدار د زوکړې کلیزه مو مبارک شه

نن د شعبان د میاشتې څلورمه نیټه د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده

د ۲۶ هجري قمري کال د شعبان په څلورمه نیټه د امام علي علیه السلام په اولاد کښې د ابوالفضل، قمرِ بني هاشم او د کربلا د علمدار لقب لرونکی حضرت عباس دنیا ته سترګې رڼې کړې.

د هغه حضرت د مور نوم حضرت ام البنین دی چې د بي بي فاطمه زهرا(س) له شهادت وروسته یې د حضرت علي علیه السلام د میرمنتوب ویاړ ترلاسه کړ.

حضرت ابوالفضل عباس علیه السلام د عاشورا د پاڅون حماسه جوړونکی دی چې په خپل ایثار او سرشیندنې او شهادت سره وتوانیده د خپلې زمانې له امام سره مینه او ارادت ترټولو لوړ حد ته ورسوي او داشان یې د حقیقت د لارې د لارویانو لپاره د وفادارۍ غوره لقب ترلاسه کړ.

په ایران کښې د حضرت عباس علمدار د ولادت کلیزه د جانباز ورځ نومول شوې ده.

نو مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو مینه والو ته د حضرت عباس علیه السلام د زوکړې د کلیزې مبارکي وایو.