د چین د مسافري الوتکې په نسکوریدا له چینیانو سره په غم کې شریک یوو
د چین رسندویو پرون د دغه هیواد په جنوب کې د چایناایسټرن هوائي شرکت د بوئينګ ۷۳۷مسافری الوتکې د نسکوریدا خبر ورکړی ، چې وئيل کیږي ، یو سل درې دیرش مسافران پکې سوارۀ وو .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ، دایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د چین په ګوانشي ولایت کې د مسافري الوتکې په نسکوریدا پسې د ددغې هوائي پيښې د قربانیانو کورنیو ته په تسلیّت وئیلو سره د چین له حکومت او ولس سره خواخوږي څرګنده کړه .
سعید خطیب زاده بیګا په دې باب د یوې خبرتیا په خپرولو سره د قربانیانو له کورنیو او دچین له ولس او حکومت سره په دې مناسبت غم راضي ښکاره کړې او وئيلي ئې دي ، له خپل ملګري او د وست هیواد چین سره په دې اړه له هرډول ملګرتیا ته تیار یوو او او کورنیو ته ئې دصبر سپارښتنه کوو .
د چین رسندویو پرون د دغه هیواد په جنوب کې د چایناایسټرن هوائي شرکت د بوئينګ ۷۳۷مسافری الوتکې د نسکوریدا خبر ورکړی ، چې وئيل کیږي ، یو سل درې دیرش مسافران پکې سوارۀ وو .