کډوالو سره د اروپایي هیوادونو دوګوني او غیر انساني چلند
د روسیې او اکراین تر مینځ د جنګ په پیلېدو سره، په اروپا کې اسیایي او افریقایي کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي، اروپایي هیوادونه د اکرایني کډوالو په مخ یې دروازې پرانیستي دي، او حتی ځینې هیوادونه منجمله جرمني افغان کډوال له خپلو مېنو او کیمپونو څخه باسي او په ځای یې اکرایني کډوالو ته ورکوي.
په اکراین کې د جنګ له شروع کېدو څخه د دوو میاشتو په تېرېدو او په دغه هیواد کې د ورانیو په زیاتېدو سره، اروپایي هیوادونو او سرحدي سیمو ته د اکرایني کډوالو د څپو ورتګ دوام موندلي دي، دا په داسي حال کې دی چي د اروپایي هیوادونو له لوري د کډوالو په منلو کې هم دوه ګوني سیاستونه او توکم پالنې زور اخیستي دي. په دې لړ کې، جرمني د انساني اصولو او بشري شعارونو په خلاف افغان کډوال له کورونو څخه باسي او د هغوي کورونه او تسهیلات اکرایني کډوالو ته ورکوي. په دې توګه په جرمني کې میشت افغان کډوال ټوله بې کوره کیږي.
په وروستیو کلونو کې اروپایي هیوادونه په تېره بیا په لوېدیځه اسیا کې تر بحران او ناامنیو وروسته د کډوالو له پراخو څپو سره مخامخ شوي دي، دا په داسي حال کې دی چي په لوېدیځه اسیا کې اکثره بحرانونه او ستونزې د اروپایي هیوادونو د غلیمانه سیاستونو او د امریکې د یرغل په پایله کې رامینځ ته شوي دي. د سوریې او د یمن جګړې او د عراق او د لیبیا ناامني او بحرانونه سبب شوي چي د دغو هیوادونو ګڼ شمېر وګړي خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شي او کډولی ته مخه کړي. تر ټولو ورستۍ پېښه له افغانستان څخه د امریکې ناڅاپه خروج او واک ته د طالبانو د بیرته راستنېدو پېښه ده چي د امله یې ګڼ شمېر افغان وګړي د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډولۍ د لوړي کمېشنرۍ وروستي شمېرنې ښودنه کوي چي اوس مهال، کابو درې نیم میلیون افغان وګړي بې کوره شوي دي، خو په افغانستان کې روانو ستونزو او د میلیونونو بې کوره کېدو سره سره، نه یوازې اروپایي هیوادونه د افغان کډوالو منلو ته نه دي تیار شوي بلکې هغه د مخکې افغان کډوال چي په کیمپونو کې ځای پر ځای شوي وه، هم له خپلو ځایونو څخه پسې اخیستل شوي او له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي.
د روسیې او اکراین تر مینځ د جنګ په پیلېدو سره، په اروپا کې اسیایي او افریقایي کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي، اروپایي هیوادونه د اکرایني کډوالو په مخ یې دروازې پرانیستي دي، او حتی ځینې هیوادونه منجمله جرمني افغان کډوال له خپلو مېنو او کیمپونو څخه باسي او په ځای یې اکرایني کډوالو ته ورکوي.
د اروپایي اتحادیې د داخلې چارو کمېشنرې الوا یوهانسون وویل: د اکرایني کډوالو حالات د لوېدیځي اسیا د کډوالو له حالاتو سره توپیر کوي، اروپا اوس د اکرایني کډوالو منلو ته لېواله ده.
د اروپایي هیوادونو له لوري د کډوالو په وړاندې د دوه ګوني سیاست استعمال د بشري حقوقو د فعالانو او بشري نړیوالو اداراتو د نیوکو سبب ګرځېدلی دی، هغوی اکثره د دغه شان دوه ګوني سیاست پلي کول د لوېدیځو هیوادونو د بشر دوستانه شعارونو او ادعاګانو سره په ټکر کې بولي.
د بشري حقوقو فعال «دریوري دایک» په دې اړه وایي: د اروپایي اتحادیې دننه او بهر کې د بشري حقوقو فعالان له افغان او سوري کډوالو سره د اروپایانو د توکمیز چلند غندنه کوي، اروپایي هیوادونه باید د ملیت، قومیت، مذهب او هیواد ته له کتو پرته، ټولو کډوالو سره یو شان چلند وکړي او په دې زمینه کې له تبعیض څخه ډډه وکړي.
د فبرورۍ د میاشتې را په دې خوا چي د روسیې او اکراین تر مینځ جګړه پیل شوې، ۵ میلیون اکرایني وګړې خپل کورونه پرېښودلي او اروپایي هیوادونو ته کډوال شوي دي، د اروپایي اتحادیې د داخلي چارو کمیشنرې په دې اړه وایي: هغه څه چي اوس یې کتونکي یو، یوه بې سارې اقدام دی، د اروپایي اتحادیي د غړو هیوادونو تر مینځ د اکرایني کډوالو په منلو کې یو ډول پیوستون رامینځ ته شوي دی.
جرمني اعلان کړی دی چی په دغه هیواد کې به اکراینی کډوال د افغان کډوالو ځایناستي شي، د جرمني او د نورو اروپایي هیوادونو ورته اقدامات د اسیا، افریقا او اروپا د جنګ ځپلو کډوالو تر مینځ د اروپا د توکم پالنې او د تبعیض ښودنه کوي.
د ناتینګهام د پوهنتون ښوونکې یولیا سوشنیکووا په دې زمینه کې وایي: په اروپا کې دوه ګوني اسټندردونه حتی په انساني مسایلو کې منجمله د کډوالو په مساله کې شتون لري، که څه هم د دغه دوه ګوني چلند په موجودیت باندې اعتراف یو دردوونکی کار دی، لیکن باید اصلاحاتو لپاره هڅه وشي تر څو غوره او انساني نړۍ رامینځ ته شي.