Apr 28, 2022 15:32 Asia/Kabul
  • روژه د خداے مېلمستيا (28)

ګرانو او قدرمنو روژتيانو په دې هيله چې روغ جوړ به يئ، د خداے مېلمستيا نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو او له مينې او خلوص نه ډک سلامونه وړاندې کوو.

د رمضان مبارکه مياشتو په خپلو ټولو برکتونو او ښکلاو سره په ختمېدو ده خو د هغې خوشبويانې به زمونږ د ژوند په فضار کښې باقي پاتې وي. هغه کسان چې په دې مياشت کښې يې د خداے پاک د بندګۍ خوږ خوند اوڅکۀاو په دې کښې کامياب شول چې خپلې دندې ترسره کړي خوشحال دي. په عېن حال کښې هغه کسان چې دغه دوراني شپې يې ضائع کړې غمجن دي. په رښتيا چې د روژې د مبارکې مياشتې په شتون سره په دې پوهه شوو چې په ژوند کښې د داسې ساعتونو، ورځو او شپو شتون ته څومره حاجتمن يوو، ورځې يې د خداے پاک له اطاعت سره اخښل شوې او شپې يې له مهربان پروردګار سره د رازونياز له خوشبويو ډکې دي.

يوه هغه څيز چې نن سبا زياتره انسانان يې په خپل ژوند کښې خالي ځاے محسوسوي ښادي، خوشحالي او خوشبختي ده. نن سبا لويديځو تمدنونو د لوبو او مشغولتياو زياتې وسيلې د انسانانو په اختيار کښې ورکړې دي او په مونږ کښې زياتره کسان له مخکې نه زيات هره ورځ د دغو وسائلو استعمال ته مخه کوو خو له دغو هر څه باوجود هره ورځ د ډېپرېشن او چټي احساساتو اندازه مخ په زياتېدو ده. کېدې شي وويل شوو چې د لويديځ تمدن له شور ، غوغا، ښاد او خوشحاله ظاهر لري خو باطن يې له جمود، سستۍ ، سوړوالي او ډېپرېشنه ډک دے.

په اسلام کښې هغه څه چې د مومنينو د زړونو د اطمينان او د روح د ارامښت سبب کيږي د خداے پاک ياد دے. خداے پاک په قرآن مجيد کښې فرمائي: «أَلاَ بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ» يعنې «آگاه اوسه چې زړونه د خداے په ياد سره ارامښت مومي. ».د خداے په ياد سره د دغو ارام موندونکو زړونو خوشحالي د خداے پاک له بندګۍ او د هغۀ د مخلوق له خدمت نه بغېر څه نه دي. د اسلام د مبين دين د بزرګانو له نظره د مومنينو د زړونود خوشحالۍ يوه لار صدقه ورکول دي. صدقه په ژوند کښې د زياتو برکتونو د نازلېدو سبب ده او له دغو څخه يو برکته د خوشحاله ژوند کولو نعمت  دے.

په اسلام کښې دوه ډوله صدقه مقرر شوې ده. يو ډول واجب صدقات  دي لکه زکات او نور دغه شان صدقات. زکات پکاردے په فرض وخت  او معلومې اندازې سره شرعي حاکم ته ادا کړې شي چې په هغوخاصو کارونو کښې چې دين ټاکلي دي خرچ شي خو د مستحبو صدقاتو اندازه، وخت او ځاے مونږ خپله ټاکو. د اسلام قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) حضرت امام علي (ع) ته چې د رسول پاک (ص) خپل ځان دے سپارښتنه کړې ده چې د صدقۍ په ورکولو کښې هرڅومره چې کولې شې کوشش وکړه که حتی د خلقو په نظر کښې اسراف هم وي او مطمئنه اوسه چې د صدقې په ورکړه کښې زياتوالے کول اسراف نه دے. خداے پاک فرمائي: هيڅ څيز نشته مګر دا چې د اخېستلو لپاره مې ورباندې يو کس ګمارلےدے بې له صدقې چې هغه په خپل لاس له بنده اخلم. د خداے ګران رسول (ص) فرمائي: هم هغه ډول چې تاسو د اس يا اوښ د بچي پالنه کوئ خداے پاک هم د هغې يوې دانې خُرما يا د ډوډۍ د يوې نوړۍ چې مو صدقه ورکړې وي پالنه کوي تردې چې د اُحُد د غر په اندازه شي.

په دې دنيا کښې د د مومنينو د زړونو له خوشحالۍ او به رزق او روزۍ کښې له زياتوالي او برکت نه علاوه د قيامت په ورځ چې ټوله زمکه به اور تانبه وي صدقات به د مومن په سر سيوري غوړوي او هغه به د هغې ورځې له سختۍ په امان کښې ساتي. د خداے د ګران رسول  (ص) د وېنا له مخې په هر مسلمان فرض دي چې هره ورځ دې صدقه ورکوي او صدقه ورکول يوازې چا ته د مال بخشش نه دے بلکه د خلقو له لارې د زيانمنؤنکو څيزونو لرې کول، داسې کس ته لار ښودل چې لار يې ورکه کړې وي، د بيمار پوښتنې ته ورتلل، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول او حتی نورو ته د سلام ځواب ورکول د صدقې ورکولو نمونې دي او البته ترټولو غوره صدقه دا ده چې د روژې په مبارکه مياشت يا د جُمعې په ورځ ورکړې شي. نو ځکه اسلام د مومنينو مخې ته د خوشحاله ژوند کولو لپاره زياتې او مختلفې لارې خلاصې کړې دي، داسې خوشحالي چې حتی په مادي دنيا پورې هم محدوده نه ده او په آخرت کښې هم به له مونږ سره مله وي. اسلامي تمدن د لويديځ د مادي تمدن په اپوټه ظاهر ساده او له ککړتياو پاک دے خو باطن يې ښاد، خوشحاله او تروتازه لري. خداے دې وکړي چې ډېر زر د دغه غني او وده ورکؤنکي تمدن د مخ په زياتېدو غوړېدنې کتونکي اوشوو او خداے وکړي چې مونږ هم د دغه تمدن په پراختيا کښې رول ولروو.

د روژې په مبارکه مياشت کښې د خوړو له صحيح طريقې سره د اړوندړ ټکو د بحث په دوام کښې په تېره پروګرام کښې د هغو خوراکونو په اړه چې پکار دے په پېشمني کښې اوخوړل شي له تاسو سره اوغږېدوو، په دې پروګرام کښې د پېشمني د خوړو لپاره روغتيائي او طبي سپارښتنې ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو.

پېشمني ته نۀ ويښېدل بشپړه تېروتنه ده او په اوږده موده کښې د روژتيانو د کمزورۍ او بې حالۍ سبب کيږي. نو ځکه پکار دے د پېشمني خواړۀ هيڅکله پرې نږدئ. ځکه چې د پېشمني نه خوړل د بدن کمزورۍ او عضلاتو د تحليل سبب کيږی. پېشمنے پکار دے د غړمې د ډوډۍ په شان اوخوړې شي. همدارنګ پکار دے داسې وي چې د تندې احساس لږ تر لږه اندازې ته اورسول شي. هغه خوراکونه چې اوبۀ جذبوي لکه مېکاروني، د دېګ په بېخ کښې وريت شوے خوراک او آش يعنې د مختلفو ساګونو جوړ شوے يو ډول خوراک تنده پېدا کوي. د سلاد او هندواې استفاده تر يو زياته حده د تندې مخه نيسي.

د دې لپاره چې د روژه دارۍ په دوران کښې لږ تنده اولرئ غوره دا ده چې د پېشمني د خوراک په پروګرام کښې د کوو، تورو پاټينګړو، سوسيس او کالباس، کېچ اپ، اوږې او پياز په شان خوراکونو او همدارنګ له زياتو غوړو او زياته مالګه لرونکو خوراکو چې د روژه دارۍ په دوران کښې د تندې د زياتېدو سبب کيږي له خوړو ډډه وکړئ. ډوډۍ او کمه مالګه لرونکے پنيز له اومو شنو سبزيو يا غوځانو يا يو ګلاس شېدو سره استعمال د پېشمني يو ډېر ښۀ خوراک ګڼل کيږي، ځکه چې له سپک حجم نه علاوه زيات طاقت لري.

د پېشمني خواړۀ ښه دا ده چې مختلف خوراکي مواد ولري. دا ټکے د ځوانانو لپاره زيات اهميت لري او پکار دے د  قند او چينو او پروټين لرونکو او له انرجۍ ډکو خوراکونو څخه استفاده اوشي. کوشش وکړئ په اوبو کښې پاخۀ شوي او خوروا لرونکي او کمه مالګه لرونکي پخلي استعمال کړئ. د پېشمني په وخت د ځلوبيو او مټايانو په شان خوږو خوړل د شود روژه دارۍ په دوران کښې د وينې د شوګر د زر غورزېدو او د لوږې د احساس سبب کيږي. کوشش وکړئ چې د روژې په مبارکه مياشت کښې کوشش وکړئ چې اوبه رس او اوبه لرونکې مېوې او سبزيجات زيات استعمال کړئ چې د ورځې په دوران کښې له لوږې سره مخامخ نه شئ.

دا خبره هېره نه کړئ چې د پېشمني په وخت زيات خوراک خوړل نه يوازې د روژې په وروستيو ساعتونو کښې د لوږې د احساس مخه نه نيسي، بلکه له پېشمني وروسته په وړومبيو ساعتونو کښې د انسان په معده او د هاضمې په سېسټم باندې زيات دباو راوړي چې د هاضمې د خرابېدو، د خېټې د درد او د معدې د ګېس په شان علامتونو د څرګندېدو سبب کيږي. د معدې له سوزېدو او د تراو اوبو راتللو څخه د مخنيوي لپاره د ډوډۍ له خوړلو نه پس اوبۀ اوڅښئ او له خوړو نه بې له څه ځنډه وروسته اودۀ کېدو نه ډډه وکړئ. د پېشمني له خوړلو وروسته ښه دا ده چې د تندې او د خولې د اوچوالي د کمېدو لپاره د غاښونو د برش وهلو په وخت ډېر کم ټوت پېسټ استعمال کړئ.

د پېشمني په وخت د کوکو سبزي چې د مختلفو ساګونو ترکيب دے، د آلوګانو او ساګونو، کېټلس او د چپلي کبابو، شامي کبابو، وريت چرګوټي او کبانو په شان غوښو خوړلو ډډه وکړئ. دغه خوراکونه چې د هغو خوراکونو ترڅنګه خوړل چې زياتې مصالحې په پکښې استعماليږی د زياتې تندې او د معدې د تروېدو سبب کيږي. ټول روژتيا او په خاصه توګه هغه کسان چې د هاضمې د سېسټم او معدې بيماري لري کوشش وکړې  د دغو خوراکونو له خوړو ډډه وکړې  او د دغو خوراکونو ترڅنګه دې له لېمو، ماستو او شنو سبزيانو استفاده وکړي.

د خداے د لارې سالکان د روژې مبارکه مياشت د خپل کال شروع ګرځوي او په دې مياشت کښې  د خپلو عملونو حساب کتاب هم په ډېرې ځېرتيا سره کوي او د دې کار په خاطر د ځان  لپاره د يو درون پروګرام تابيا کوي او ورباندې عمل کوي چې د دې مياشتې. د خداے د مېلمستيا له مياشتې، د آسمان د ورونو  او د الهي مغفرت او رحمت د ورونو د خلاصېدو د ميا شتې  له نوراني شېبو نه  زياته استفاده وکړي. د هرې زمانې د متقي عالمانو له سيرته پېروي زياتې ګټې لري. له دغو څخه يوه ګټه دا ده چې د وخت په تېرېدو او د انسان د ژوند په طريقه کښې په بدلون سره  نوي مسائلو رامنځته کيږي چې د هغو عالمانو ردعمل چې د خداے د لارې سالکان او عارفان دي د هغو بندګانو لپاره چې د الهي نزدېکت په لاره تګ کول غواړي لار خلاصؤنکے دے.

 جليل القدر ديني عالم مېرزا محمد جعفر انصاري چې د شېخ مرتضی انصاري له خپلوانو، د خوزستان سيمې له نامتو مراجعو څخه او د قرآن مجيد حافظ ؤ. د هغه په باره کښې ليکل شوي دي چې  د خپلو هغو درسي وغيره مشغولتياو باوجود هيڅکله هغه عبادتونه چې د بلوغت له عمره ورباندې بوخت ؤ هيڅکله پرې نښودل.  هغه به د ورځ شپې له نوافلو، د قرآن مجيد د يوې پارې له تلاوت او د حضرت جعفر طيار نومې اوږد نمونځ نه علاوه هر ورځ په ولاړې زيارت جامعه او زيارت عاشورا لوستل او د عبادت په وخت به يې خاصه توجه لرله. حافظه يې  ډېره عجيبه وهږ قرآن مجيدو له نمونځ نه پس دعاګانې او اعمال، د هرې مياشتې او هرې ورځې او شپې او د روژې دمبارکې مياشتې ټولې دعاګانې او اعمال يې ياد وو او د روژې په مبارکه مياشت کښې به تل په عبادت بوخت ؤ.

له پادک ربه غواړوو چې د دې مبارکې مياشتې په دغو ښکليو او روحاني شېبو کښې له مونږ سره د ديني بزرګانو په پېروۍ کښې مرسته وکړې چې د حقيقي ايمان خوند اوڅکوو.

---------------

 

ټیګونه