په جنوبي افریقا کې د فرانسې په ضد مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i116494-په_جنوبي_افریقا_کې_د_فرانسې_په_ضد_مظاهرې
په جنوبي افریقا کې ګڼ شمېر خلګو په افریقا کې د فرانسې د فوځي حضور په ضد د دې هیواد د سفارت مخي ته لاریون کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2022 09:32 Asia/Kabul
  • په جنوبي افریقا کې د فرانسې په ضد مظاهرې

په جنوبي افریقا کې ګڼ شمېر خلګو په افریقا کې د فرانسې د فوځي حضور په ضد د دې هیواد د سفارت مخي ته لاریون کړي دي.

د ایران د نشراتي ادارې له راپور سره سم، لاریونکوونکو د فرانسې په ضد د شعارونو په ورکولو سره د افریقا له براعظم څخه د فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي.

په وروستیو اوونیو کې په الجزیرې، بورکینافاسو، نیجر، چاد او مالې هیوادونو کې د فرانسوي ځواکونو د شتون په ضد پراخ لاریونونه شوي دي.

د مالي حکومت څلور میاشتي مخکې د فرانسې د سفیر په ایستلو سره، د ټولو فرانسوي شرکتونو په فعالیت باندې بندیز ولګول.