هند د ټولو دینونو په احترام ټینګار وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران په اسلامي شورا کښې د الهي دینونو استازیو د قران کریم د سپکاوي او د بې شرمیو تکرار او د فرانسې د کن په فیسټوال کښې د عنکبوت مقدس په نوم د فیلم نندرې ته وړاندې کول وغندل.
په قطر کښې د هندوستان سفارت د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په هکله د نوي ډیلي د یوه چارواکي غیر مسوولانه څرګندونې د شیطاني عناصرو د افکارو انعکاس وباله.
په قطر کښې د هندوستان سفارت په یوې بیانیې کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په هکله د واکمن بي جي پي ګوند د ویاند د څرګندونو په غندلو سره وویل دا ډول څرګندونې هیڅکله د هندوستان د حکومت د دریځ ښودنه نه کوي.
د هندوستان سفارت په خپلې بیانیې کښې ویلي دي د هندوستان حکومت له خپل لرغوني وحدت او تنوع څخه په ډک تمدن باندې تکیې کولو سره د ټولو دینونو لپاره زیات احترام ته قائل دی او له دې مخکې هم په دې هکله جدي اقدامات ترسره شوي دي.
د کویت او د قطر خارجه وزارت په خپلو هیوادونو کښې د هندوستان سفیران د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) په سپکاوي باندې اعتراض کښې هغوې احضار کړل.
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته د هندوستان د ټیلي ويژن په یوه پروګرام کښې له سپکاوي وروسته پرون په تهران کښې د هندوستان سفیر د ایران د خارجه وزارت د جنوبي اسیا د چارو د مسوول سید رسول موسوي لخوا خارجه وزارت ته احضار کړی شو او د هندوستان سفیر ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خلکو او د حکومت ستر اعتراض اعلان شو.
په ایران کښې د هندوستان سفیر د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته د هر ډول سپکاوي په نه منلو وړ بللو او د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل دا د هندوستان چې د دینونو ډیر احترام کوي د حکومت دریځ نه دی او سپکاوی کوونکی کس حکومتي چارواکی نه دی او یوازې د ګوند غړی دی او هغه له بي جی پي ګوند څخه ایستل شوی دی.