د شیرین ابو عاقله ټرور جنګي جنایت و
Jun 10, 2022 10:03 Asia/Kabul
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ په فلسطین کښې د بشري حقوقو په هکله د ملګروملتونو ځانګري راپورټر فرانچسکا البانیزي ټینګار وکړ په فلسطین کښې د الجزیرې ټیلي ويژن د خبریالې میرمن شیرین ابوعاقله ټرور جنګي جنایت و.
هغه وویل د اسرائیلو لخوا د فلسطین د خبريالې شیرین ابو عاقله وژل جنګي جنایت دی او باید د پریکنده او د خپلواکه تحقیقاتو د اجرا لپاره یوه موضوع ووسي.
فرانچسکا البانیزي وویل زه د ملګروملتونو لومړنی راپورټر وم چې د دغه قتل او د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د تیریو په هکله مو خبره وکړه؛ داسې خلک چې د خپل برخلیک د ټاکلو له حق محرومه دي او دا د نړیوالو ژمنو خلاف ورزۍ ګڼل کیږي.
ټیګونه