ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117230-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 14, 2022 10:46 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې آمانِ ملي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د خارجه وزارت د ویاندوي یو انځور چاپ کړی او ورسره یې لیکلي دي: ایټمي موافقه کامیابیدې شي خو که امریکا پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

خبر زیاتوي چې سعید خطیب زاده نیواکي فلسطین ته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مشر رافائل ګروسي د وروستي سفر په هکله څرګنده کړه: مونږ په سیمه کښې له یو داسې باغي رژیم سره مخامخ یو چې له څه باندې اوو لسیزو راهیسې یې په نړیوال نظام کښې ترټولو زیات باغي پال، ترهګر، جنګ غواړي او له قانونه تښتیدونکي کړچارونه لرلي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاندوي زیاته کړه: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مشر باید د بې طرفۍ او خپلواکۍ اندیښنه ولري او د آژانس د اساسنامې له مخې په دې لړ کښې پریکنده دنده لري.

هغه وویل چې د آژانس مشر په دې اقدام سره په غلط وخت او په غلط ځاې کښې له غلطو خلکو سره ملاقات کړی دی او په دې کار سره یې په نړیواله سویه او د عامه خلکو په نظر کښې هم د آژانس اعتبار ته سخت تاوان رسولی دی.

د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: مونږ د دې موضوع ځواب ورکړی دی او هیله لرو چې رویه او سلوک یې سم شي.

خطیب زاده د ایران خلاف د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د وروستي پریکړه لیک په هکله هم وویل: د دغه پریکړه لیک صادرول یو بیخي سیاسي او طراحي شوی اقدام و او د ایران او آژانس ترمینځ په تعریف شوې لارې کښې یې خلل رامینځته کړ. */*/*/*/*

اوس به آفتابِ یزد ورځپاڼه راواخلو چې د افغانستان او هندوستان په هکله یې د برصغیر وروستي بدلونونه، د تاریخ او د نړیوالو اړیکو له استاد ښاغلي بیګدلي سره په خبرو کښې څیړلي دي او وايي چې هندوستان بلآخره له طالبانو سره سفارتي خبرې اترې پیل کړې او داسې ښکاري چې اړیکې یې په ښه کیدو دي. نوی ډیلی له پاکستان سره د طالبانو د نزدې اړیکو په وجه له پخوا راهیسې د دغې ډلې په اړه اندیښنې درلودلې.

د طالبانو د حکومت په وړومبي پړاؤ کښې هندوستان نه دغه حکومت په رسمیت وپیژنده او نه یې په افغانستان کښې ډیپلماټیک شتون ولره بلکې د طالبانو د مخالفو وسله والو په تیره بیا له شمالي ائتلاف څخه یې ملاتړ وکړ. د هند د هغه وخت خارجه وزیر اِندر کمار ګجرال په پارلیمان کښې د طالبانو په لاس د افغانستن د ولسمشر نجیب ا... او د هغه د ورور له وژلو د هند د حکومت کرکه اعلان کړه چې له امله یې له طالبانو سره د هند اختلافات پیل شول. په ۱۳۷۸ لمریز کال کښې د یوې هندي الوتکې په تښتول کیدو سره چې په کندهار کښې کوزه شوه، د طالبانو او نوي ډیلي ترمینځ د سیاست د انډول خرابوالی زیات شو. خو په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو وروسته هند د دغه هیواد د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا لپاره پ مختلفو پروژو کښې کابو درې میلیارډ ډالره مرستې ورکړې او پر دې سربیره یې د افغانستان د امنیتي او پولیسو ځواکونو او معلمانو پراخه روزنه پیل کړه او خپل سفارتي شتون یې زیات کړ.

خو د طالبانو په دوباره واکمنیدو سره په افغانستان کښې د هندوستان ځاې په یوه شپه کښې ورک شو، خپلې کنسولګرۍ او سفارتونه یې بند کړل، خپل چارواکي او ښاریز یې له افغانستانه وباسل او هلته روانې پروژې یې بندې کړې. خو څو میاشتې پس د هندوستان چارواکو په کابل کښې د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره ملاقات وکړ او داسې ښکاري چې نوی ډیلی دې نتیجې ته رسیدلی چې له طالبانو سره د تعامل نه کوو سیاست یې، یوازې پاکستان ته لاره خلاصه کړې تر څو په افغانستان کښې خپل نفوذ لازیات کړي.

په هر حال، طالبانو او هند دواړه، په خپل مینځي اړیکو کښې خپلې ګټې لټوي. طالبان د هندوستان اقتصادي او بشردوستانه مرستو ته په تمه دي او هم داشان له سیاسي نظره هم دغه اړیکې په پاکستان باندې د دباؤ لپاره د یو اړم په توګه کارولې شي.

خو له بلې خوا د هندوستان حکومت هم احساس کوي چې د طالبانو په راتلو سره په افغانستان کښې له لوبو وتلی دی او که د طالبانو تر مشرۍ لاندې له افغانستان سره اړیکې ښې نه کړي نو سټراټیجکو ګټو ته به یې ډیر تاوان ورسیږي ځکه چې د هند په نشتوالي کښې به د افغانستان میدان  هغه دوو اصلي سیالانو یعنې پاکستان او چین ته خالي شي.

*/*/*/*/*

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بهرنی ورځپاڼې.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانانو پر لوږې تمرکز کړی او لیکلي یې دي، طالبان او امریکا دواړه دې مسئله کې ځانونه ملامت بولي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان بشري بحران له څو کلونو راهیسې دوام لري خو دا مهال زیاتېدونکې لوږې، وچکالۍ او پر بهرنیو مرستو اتکا وضعیت لا کړکېچن کړی دی.

د مطلب په دوام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نډ پرایس خبرې را اخیستل شوي چې تېر اوړی یې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ویلي و، دوی به هغه حکومت سره یو سنټ مرسته هم ونه کړي چې د بشر بنسټیزو حقونو ته درناوی نه لري.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د تېر ژمي په درشل کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر ادارې د دې لپاره فشارونه زیات شول چې افغانستان کې له انساني فاجعې مخه ونیسي.

له بل لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي واشنګټن پوسټ ته ویلي، دوی په دې باور و چې د جګړې په پای ته رسېدو به د کار و بار زیات فرصتونه برابر شي، خو ده زیاته کړې چې امریکا هر څه ګډوډ کړي.

نږدې لس میاشتې ووتې خو د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دى پېژندل شوی.

نړیوال له طالبانو سره د تعامل په خاطر له دوی غواړي، چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د بشر ټولو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

*/*/*/

 

ګارډین:

​له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې بیا په کابل کې د يو شمېر هغو ښځو ژوند انځور کړی چې د طالبانو په راتګ یې هیلې مړاوې شوي دي.

د مقالې لیکوال د کابل ۱۷مه ناحیه کې د یوه ټولګي دننه د راټولو شویو هغو ښځو خبرې را اخیستي چې د بې ځایه شویو کورنیو ماشومانو ته ښوونه او روزنه ورکوي.

مقاله لیکونکي ویلي، دغو ښځو کابل کې د بریتانیا د کارګر ګوند له لوړپوړي ډيپلومات ډیویډ لمي سره، چې کابل ته یې تازه سفر کړی، خبرې کولې او ټولې خبرې یې له اوښکو سره ملې وې.

په همدې ټولګي کې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ ویلي، د کابل د انجینري پوهنځي محصله ده، خو هغه مهال ناهیلې شوه چې طالبانو د پوهنتون دروازه کې ودروله او ورته یې وویل، چې باید ټول مخ پټ کړي.

ګارډین په همدې کابل کې د هغو ښځو وضعیت ته هم کتنه کړې چې په یوه اوږده کتار کې د یوه خیریه موسسې مرستې ته په تمه وې.