ناټو او لندن د اوکراین د جنګ د اوږدیدا خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i117456-ناټو_او_لندن_د_اوکراین_د_جنګ_د_اوږدیدا_خبر_ورکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ناټو مشر خبرداری ورکړ امکان شته چې د اوکراین جنګ څو کلونه اوږد شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 19, 2022 14:00 Asia/Kabul
  • ناټو او لندن د اوکراین د جنګ د اوږدیدا خبر ورکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د ناټو مشر خبرداری ورکړ امکان شته چې د اوکراین جنګ څو کلونه اوږد شي.

د روسیې حکومت د اوکراین د جنګ له پیلیدا څو میاشتې مخکې په ختیځې اروپا کښې د ناټو تړون د پراخولو په هکله په خبرداري سره امریکا او ناټو ته د امنیتي ضمانت وړاندیزونه وکړل خو هغه رد شول.

په سیاسي چارو کښې د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان مرستیال کالین کال چې پرون یې د امریکا د نوي امنیت د مرکز په کوربه توب غونډې کښې وینا کوله ادعا وکړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین احتمالا اوس غواړي د اوکراین زیاته خاوره ونیسي خو مجبور شوی دی په جنګ کښې خپل تاکتیکي هدفونه محدود کړي.

د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ هم د جرمني له بیلډ ام زونتاګ اونیزې سره په مرکه کښې وویل مونږ باید ځانونه د دغه حقیقت لپاره چمتو کړو چې امکان لري د اوکراین جنګ کلونه کلونه اوږد شي.

ټاکل شوي ده د ناټو د مشرانو غونډه چې د روانې جون میاشتې په پاې کښې په اسپانیا کښې ترسره کیږي اوکراین ته د مرستو د استولو په هکله فیصله وکړي.

دغه راز د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن اوکراین ته له یوه نه اعلان شوي سفر څخه ستنیدا وروسته په لویدیځو هیوادونو غږ وکړ چې په اوکراین کښې د اوږد جنګ لپاره چمتو شي.

هغه په دې هکله خبرداري سره چې مکمن دی د اوکراین جنګ اوږد شي په لویدیځو هیوادونو غږ وکړ چې د اوکراین ملاتړ زیات کړي ځکه که چیرې د روسیې ولسمشر پوتین بریالی شو نو دا به غمیزه وي.