نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ .
دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل انترنیټي سایټ کې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت د درو واړو قواؤ دمشرانو په ناستې وپتیّل شوه چې له خپل درست توان به د ولس په خالصانه خدمت کې لګوي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،فرانس پریس او روئيټرز خبری آژانسونو پخپلو وروستیو راپورونو کې وئيلي دي ،فرانسې د تیلو دبیّو دکنټرولولو لپاره د ایران او ونزویلا لمن ته لاس واچوۀ او بازار ته ئې د ایران او ونزویلا دتیلو د واریدیدا غوښته وکړه .دا موضوع ښئ چې د ایران د ولس په ضد دبندیز وسله د بندیز لګونکو په ضد په یوې وسلې بدل شوی دی.
د اسرائيلو لومړی وزیر نفتالی بنټ، چې تر څو ورځو مخکې پورې ئې د ایران په ضد دجنګ ډنډورې وهلې ، او د خپل خنجرد زهرجن ګوزار خبرې ئې کولې ، له دې وروسته چې په تل ابیبب کې د داخلی جنګ په باب خبر او اندیښمن شوی ، نو اعلان ئې وکړ ، چې نیّت لري ، له قدرته د تل لپاره خداي په آماني کوي ، دا خبره عبري ژبې ؛کان ؛ خپرونې لیکلې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، په قاهرې کې د ایران د ګټو دساتونوکي دفتر مشر ناصر کنعانی د سعید خطیب زاده په ځاي د ایران د خارجه وزارت د ویندوي په توګه منصوب شو او سعید خطیب زاده د ایران د خارجه وزیر د سلاکار په توګه نومول شوی دی .
د انګلستان د ملکې زوی په دې باب د راپور له خپریدا وروسته چې یوه قطري شیخه ئې له یو میلیون یورو ډک بریف کیس یا صندوق ترلاسه کړی دی ، له یو لړ پوښتنو سره مخامخ شوی دی .
دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، دایران د اسلامی جهموریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وئيلی دي ، دایران او عربستان په پلازمینو کې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د پرانیستو هرکلی کوو .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د یونان حکومت دایران دتیلو درولي کشتۍ خوشي کړې ده .
دایران دا سلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده ددغه وزارت دویندوي په توګه پخپل وروستي خبری کنفرانس کې ووئيل ، د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي د عربستان یو مهم پیغام راوړی ؤ .
د جی اوه ډلې سرمشریزې کې فیصله شوې ، چې د چین له نفوذ سره د مقابلې لپاره شپږ سوه میلیارډ ډالري پلان وړاندې کوي .
د پاکستان په سترو ښارونو په تیره بیا په کراچۍ ، لاهور او اسلام اباد کې کروناویروس یو ځل بیا سر راپورته کړی او وئيل کیږي ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په دغه هیواد کې کرونائي ویرسو څلور کسان قرباني کړي او دغه راز ئې کابو درې سوه شپږدیرس نور کسان ئې ککړ کړي هم دي .
دافغانستان په ختیځي ولایتونو پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د ایران داسلامی جمهوریت د سرې میاشتې د مرستې څلورمه جوپه هم په زلزله ځپلو خلکو کې ویشل شوې د ه .
د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک په دیرالزور او الحسکه ولایتونو کې دامریکائي پوځ تر څارنې لاندې د جنایتکارو ترهه ګرو یو شمیر مرکزونه تباه کړي او د دوي زیاتره پوځي تجهیزات او په سترو وسلو سنبال ګاډي ئې هم له مینځه وړي دي .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس مشرانو ګواښ کړی که تیریګر او وحشي صهیونیسټي رژيم د الاقصی جومات په شاوخوا کې پر فلسطینیانو یرغلونه ونه درول نو غاښ ماتونکي ځواب به وویني .
د هندوستان په لکونو مسلمانانو د اسلام د سپيڅلتیاؤ د سپکاویو په ځواب کې چې ځيني هندي چارواکو کړي دي ، په اعتراضیه مظاهرو لاس پورې کړی او وئيلي ئې دي ، د بي جې پي حکومت باید په خود کې شي ، او د اسلامی سپيڅلتیاؤ په ضد ګستاخي کونکي دې پيزواني کړي .
دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په یولړ څرګندونو کې د ایران او امریکا داړیکو د غوټې د پرانیستل کیدا او بازار ته د ایران د تیلو د واریدیدا غوښته کړې ، څو په بازار کې د تیلو د کمښت مشکل له ختمیدا سره مرسته وشي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د امریکا پخوانی کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ ویرجن شوی چې ګواکې جامعه نړیواله ایټمي موافقه بیرته په احیاء کیدا او صهیونیسټي رژيم هم په نابودیدا دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقري په سنټکام کې د صهیونیسټي رژيم غړبتوب او ددوي په مانورو کې ئې شتون د سیمې لپاره د یو شمیر ګواښ د رامینځةکیدا زمینه بللې او وئيلي ئې دي ،مونږ دغه ګواښونه نه شو زغملی او ډاډمن ووسئ چې ددغو ترینګلتیاؤ په وړاندې به عکس العمل وښایو .
د صهونیسټ رژيم رسندویو په حیفا کې د پشتیبانۍ په تاسیساتو کې د پراخ اور لګیدا خبر ورکړی دی .
د عربستان په ختیځي ولایتونو کې امنیتی مامورانو د خلکو ژوندتریخ کړی او ان تر دې چې په زیاترو ښارونو کې له دوو زیات کسان هم یو ځاي نشی کیدلی .
دترکیې په ځينو ښارونو کې د داعشي ترهه ګرو په ضد امنیتی عملیات پیل شوي چې وئيل کیږي په دغو عملیاتو کې یو شمیر ترهه ګر نیول شوي او دګرویږنو او پلټنو لپاره نامعلومو ځایونو ته بیولل شوي دي .
دافغانستان دطالبانو دموقته حکومت لوړپوړو چارواکو وئيلی دي ، امریکا او متحدان ئې هماغه شان د افغانستان په ضد دسیسې کوي او که دوي له خپلو دسیسو او ورانکاریو لاس په سر نشي ،نو طالبان به هم په ښکاره ددوي په ضد خپل عملیات پیل کړي .
*********************
اوس هم د نیویارک خپرونې یو راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ،چې دافغانستان د زلزله ځپلو د وروستیو حالاتو په باب ئې خپور کړی دی ، نیویارک ټایمز:
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې اوونۍ د زلزلې په اړه یو مطلب خپور کړی.
ورځپاڼې د پکتیکا له ګیانې ولسوالۍ څخه د خپل راپور په عنوان کې د یوه مصیبت ځپلي دا وینا راخیستې چې وايي، مونږ هېڅ نه لرو.
په راپور کې د ګیانې د اوسېدونکو کیسې راغلي، چې یوه د ۲۷ کلن عبدالقدیر کیسه ده.
ورځپاڼه لیکي، نوموړي سهار لمانځه مهال د خپل ویجاړ کور کنډوالې ته سر ورښکاره کړ ،څو د لرګیو او خاورو له مینځه د اوړو بوجۍ راوباسي.
ورځپاڼه لیکي، له کابو یوکال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دا هېواد په اقتصادي بحران کې ګیر دی او کلیوال نور نو حتی د سونګ لرګي چې عبدالقدیر به هره ورځ ټولول او په څو ډالرو به یې پلورل،هم نه شي خرڅولی.
ورځپاڼه لیکي، په داسې یوه حالت کې چې له یوې خوا نوموړی د کلي له دکانونو پنځه لکه افغانۍ پوروړی دی او هغوی نور نو ده ته پور نه ورکوي او له بلې خوا د خوراکي موادو بَیې په بازار کې دوه چنده شوي، د چارشنبې په ورځ ناڅاپه د کلي شاوخوا غرونه وخوځېدل، د عبدالقدیر د کور دېوالونه راپرېوتل او د ده د کورنۍ ۶ غړي ئې ووژل.
نوموړي د نیویارک ټایمز خبریال ته ویلي، چې دا کور د ده یوازینۍ سرمایه وه چې لاهم ورسره ؤ ،خو اوس نه څوک پور ورکوي، نه د پیسو د ګټلو لاره شته او نه د کور د بیارغولو وس لري.
ورځپاڼه لیکي، چې د ګیانې خلک د افغانستان له ډېرو بېوزلو وګړو څخه دي او د امریکا د پوځي شتون ګټه هم دوی ته ونه رسېده خو تاوانونه ئې اوس هم ګالي ..
نیویارک ټایمز لیکي، چې د دې ځای اوسېدونکي یوازې د مني په موسم کې د ځنغوزو او لرګیو د ټولولو او خرڅلاو له لارې یوڅه پیسې ګټي او لاس او خوله ژوند تېروي .