ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i118332-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 11, 2022 12:58 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې آرمان ملي ورځپاڼه راخلو چې د بیت الله الحرام حاجیانو ته په خطاب کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر  مهم پیغام ته یې انعکاس ورکړی او په یو سرټکي کښې یې د دوي له قوله لیکلي دي: د راتلونکي د جوړولو لپاره ترټولو ستره پانګه، امید او په ځان باندې باور دی.

په خبر کښې لولو چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغه پيغام کښې فرمایلي دي: اسلامی نړۍ له تاندو او انګیزه لرونکو ځوانانو ډکه ده او دراتلونکي د جوړونې لپاره ترټولو لویه پانګه په نفس باندې اعتماد او امید دی چې  نن سبا په ټولې اسلامی نړۍ  په تیره  زمونږ د سیمې په هیوادونو کې څپې وهي ، مونږ  ټول دنده لرو چې  دغه پانګه وساتو او نوره ئې هم زیاته کړو.

دوي زیاته کړه: مستکبر لویدیځ زمونږ په حساسې سیمې په او په دا وروستیو کې په ټوله نړۍ کې ورځ تر بله کمزوری شوی دی البته د دښمن له دسیسو هیڅکله غافله کیدل نه دي پکار او باید په هلوځلو او هوښیارۍ سره په خلکو کښې هیله او په ځان باندې اعتماد او باور زیات کړو ځکه چې دا دواړه د راتلونکي د جوړولو لپاره ترټولو ستره پانګه ده.

معظم رهبر هم داشان فرمایلي دي: په سیمه کې د امریکا او د هغې د انډیوال جنایتکار یعنې غاصب رژیم  پریشاني او ناکامي، د فلسطین، لبنان، سوریې عراق، یمن  او افغانستان په ډګرونو کې د سر په  سترګو لیدلی شو. 

*/*/*/*

له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې هم حاجیانو ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د پيغام خبر په خپل وړومبي مخ په غټو ټکیو راخیستی دی او د دوي دا خبره یې د خپل سرټکي په توګه غوره کړې چې فرمايي: لویدیځ له اسلامي بیدارۍ او ایران ته د اسلامي نړۍ له ګروهنې اندیښمن دی.

دې ورځپاڼې هم د دغه پیغام ډیرې برخې خپرې کړې دي خو مونږ یې د بهرنیو خبرونو برخې ته ځو او ځیني مهم سرټکي درته وړاندې کوو.

کیهان د بهرنیو خبرونو د برخې د سر خبر د نیویارک ټایمز رپورټ ته ځانګړی کړی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: په یوکرین کښې د لویدیځ ماتې، امریکا او اروپا به نور له (کییف) څخه ملاتړ ونه کړي.

په دې خبر کښې لولو چې د یوکرین د جنګ په اوږدیدو او په لویدیځ کښې یې د بوږنونکو اقتصادي، سیاسي او اجتماعي پایلو په څرګندیدو سره نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو رپورټ چمتو کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې امریکا او انډوالان یې نور له یوکرین څخه د ملاتړ کولو توان نه لري.

په سري لنکا کښې د مخالفانو د بیابیا لاریونونو او د دغه هیواد په ولسمشرۍ ماڼۍ باندې د معترضانو له یرغل وروسته ولسمشر او وزیراعظم وویل چې له خپلو څوکیو به استعفا ورکړي.

خبر زیاتوي چې دغه هیواد د سخت اقتصادي کړکیچ او حتی د امبولنسونو او ضروري خدماتو لپاره د سونګو د نشتوالي او هم داشان د سخت خوراکي کړکیچ په وجه په رسمي توګه د اقتصادي ماتیدو اعلان کړی و.

او د چین دفاع وزارت ټینګار کړی چې د بهرنیو لاسوهنو او د تایوان د بیلولو لپاره د دسیسو شنډولو ته بشپړه تیار دی، او دا هغه خبرداری دی چې مخاطب یې له امریکې پرته بل څوک نه دی.

کیهان هم داشان د صهیونیسټي رژيم د ټیلیویژن هغه رپورټ ته هم اشاره کړې چې په کښې د صهیونیسټانو د ماتولو لپاره د سید حسن نصر الله او د لبنان د حزب الله په توانمنۍ اعتراف شوی دی.

کیهان د ګارډین یو رپورټ هم راخستی چې په کښې د امریکې د ولسمشر جو بایډن د ولسمشرۍ د یو پړاویزه کیدو په هکله خبرداري سره راغلي دي: بایډن په امریکا کښې له یو ژور کړکیچ سره مخامخ دی.

*/*/*/*

او ایران ورځپاڼې بیا د حقاني شبکې په هکله د طالبانو د یو چارواکي د ادعا خبر راخیستی دی چې ویلي یې دي: حقاني شبکه له سره بهرنی وجود نه لري

په خبر کښې لولو: د حقانی شبکې د مشر، زوي او د طالبانو یو لوړ پوړي غړي  د جرمنی له شپیګل مجلې سره په مرکه کې په دې بیان سره چې کورنۍ یې په افغانستان  کې په شویو انتحاری حملو کې هیڅ رول نه دی لرلی ادعا وکړه چې حقانی چینل بهرنی شتون نه لری.

ایران ورځپاڼه لیکي چې  انس حقانی  له اشپیګل مجلې سره په مرکه کې د طالبانو قدرت ته د رسېدلو او د افغانستان د اوسنی حالت په اړه خبرې وکړې.

هغه په سره کې  کابل ته د طالبانو د ورتګ شیبه ډېره مهمه وبلله او وې ویل:  له شلو کلونو جنګه وروسته د اګست په شپاړسمه کابل ته ننوتو او له کلونو جنګ وروسته افغانستان په خپل تاریخ کې د سولې کتونکی دی.

 حقانی د ستمبر د یوولسمې د حملو او پکې د القاعدې د رول په اړه وویل: « زما د پلار جلال الدین حقانی لخوا  د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د بللو ادعا صحیح نه ده او دغو دوو د شوروی په خلاف د جنګ له وخته یو بل پیژندل او د یو بل تر څنګ یې د افغانستان د نیواک په خلاف مبارزه کوله.

 د طالبانو دغه لوړ رتبه چارواکی د حقانی شبکې په اړه ادعا وکړه چې هغه څه چې د حقانی چینل په نوم په لویدیځوهیوادونو کې پرې خبرې کیږی خارجی وجود نه لری او د ا د دښمنانو له خوا منفی تبلیغات دی.

هغه زیاته کړه چې په دغو ټولو کلونو کې یو محصل و او په جنګ  کې یې رول نه دی لرلی.

د طالبانو دغه چارواکی په افغانستان کې د حقانی شبکې د حملو په اړه وویل: « ډېرې حملې چې په تېرو کلونو کې شوې، زما له کورنۍ سره هیڅ اړه نه لری، طالبان هغه وخت په جنګ کې وو او معلومه خبره ده چې په جنګ کې د دواړو لورو په خلاف حملې کیږی، خو ما په خپله په هیڅ جنګ کې برخه نه ده اخستې»

 هغه همداراز د حقانی شبکې لخوا د انتحاری ټریننګ په اړه د یوې پوښتنې ځواب ورنه کړ او دغه پوښتنې یې بې ځوابه پرېښودې او هغه یې تفتیش وباله.

حقانی زیاته کړه: په دوه زره څوارلسم کال کې په قطر کې نیول شوی او افغانستان ته ولیږدول شوم، اول یې زه د ملی امنیت په انفرادی کوټه کې بندی کړم او بیا یې بګرام ته ولیږدولم او په دې موده کې له هیڅ حقه برخمن نه وم»

هغه په اعدام د خپل ځان د محکومیدو او د چین د دخالت په وجه د دغه حکم د نه اجرا کیدو په باب هم وویل: «زه بېګنانه وم او په قطرکې مې یوازې د خپلې کورنۍ له غړو سره چې له ګوانتانامو ازاد شوې وو کتنه کړې وه»

د طالبانو دغه مشر همداراز هغه ټول تورونه چې  په دوه زره اولسم کال کې د جرمنی په سفارت د انتحاری حملې به اړه شوې، رد کړل او وې ویل چې دغه ډلې په دې حملو کې هیڅ رول نه درلود.

انس حقانی د افغانستان د پخوانی ملی امنیت د سلاکار رحمت الله نبیل ادعا ته په اشارې سره چې  هغه یې د نیونې په وخت داسې ځایونو ته بوتله چې د حقانی شبکې لخوا پرې ډېر مرګونې حملې کېدې، دغه ادعا رد کړه.

*/*/

بهرنۍ ورځپاڼې:

ډېلي ټایمز بیا د افغانستان د کریکټ د سر روزونکي ګراهام تورپ پر روغتیایی وضعیت لیکنه کړې او ویلی یي دي، هغه د دې وړ نه دی چې ژر بېرته خپل کار ته راستون شي.

مطلب کې د افغانستان د کرکټ بورډ په حواله لیکل شوي، دوی د نوي روزونکي د استخدام لړۍ پيل کړې او دا مهال دا کار د یوه افغان روزونکي رييس خان احمدزي له خوا مخته وړل کېږي.

ګراهام تورپ چې د ناروغۍ د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویل شوي، د سږ کال په مارچ کې د افغانستان کرکټ بورډ استخدام کړ او ټاکل شوې وه چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې کار پيل کړي، خو وې نه شو کړاى.

نوموړي یوه لسیزه د انګلستان په کرکټ کې د روزونکي او دغه راز د استرالیا د ټیم په روزنه کې تجربه درلوده.

د افغانستان کرکټ لوبډلې په وروستۍ یوه لسیزه کې افغانستان ته ګڼې بریاوې راوړي او د نړۍ په لسو غوره لوبډلو کې ده، خو په دې وروستیو کې د کرکټ بورډ دننه تربګنیو د کرکټ د څارونکو اندېښنه پارولې ده.

دوی وایي، که کرکټ بورد همداسې د سیاسي نانندریو مرکز شي، له شک پرته چې د کرکټرانو پر وړتیا او غوړېدو به هم ناوړه اغېزه وکړي.

همدا تېره اوونۍ راپورونو کې وویل شول، چې د بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي طالبانو د دې لپاره نیولی چې په یوه جعلي مکتوب بورډ ته ورغلی او ځان یې مشر معرفي کړی دی.