ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i119248-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو ځینې مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 02, 2022 10:31 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو ځینې مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې د خپل وړومبي مخ په یو خبر کښې یې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر له قوله لیکلي دي: د ایټم بم د جوړو تخنیکي توان لرو خو نه یې جوړوو.

د خبر په دوام کښې لولو چې ښاغلي اسلامي هم داشان ویلي دي: د ایټمي انرجۍ له نړیوال آژانس سره مو تعامل ټینګ دی او په دغو تعاملاتو کښې هیڅ خلل او خنډ نه دی رامینځته شوی.

هغه زیاته کړه: زمونږ ټول ظرفیتونه د (این، پي، ټي) تړون په اساس دي او ایټمي فعالیت مو د آژانس تر څارنې او نظر لاندې دی.

هم دغه خبر لیکلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: په راروانې موافقې کښې به خپلو سرو کرښو ته بشپړه توجه وکړو او یوې ښې، پياوړې او پایداره موافقې ته رسیدو ته جدي یو.

*/*/*/

له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د افغانستان له خوا د ایران په ګډې پولې د رامینځته شویو نښتو په هکله د ایران د خارجه وزارت دریځ ته انعکاس ورکړی دی چې وايي: سرحدي پيښې د افغانستان د ځواکونو د نه توجیه کیدو په وجه وې

د ایران د خارجه وزارت ویاند له افغانستان سره د وروستیو سرحدي نښتو په لړ کښې وویل: د ایران سرحدي ځواکونه د سیمې په سرحدونو باندې په اشراف سره پوله ایز تحرکات په ځیر سره څاري او د سرحدي امنیت ساتنې ته جدي توجه لري. د افغانستان د موقته سرپرستې کابینې له چارواکو مو تمه ده چې خپل سرحدي ځواکونه په لازیاتې دقت سره پوه کړي ترڅو دا ډول پيښې بیا رامینځته نه شي.

خبر زیاتوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون له خبریالانو سره په خپلې اونیزې غونډې کښې د هیرمند د اوبو د حق په لړ کښې افغانستان ته د ایران د انرجۍ د وزیر د سفر او په دې هکله چې تمه کیدې شي دغه سفر ګټه ور وي، وویل: د اوبو د حق بحث ډیره مهمه موضوع ده او ولسمشر په دې وروستیو کښې د ایران د اوبو د حق د تعقیبولو په ضرورت په بحث باندې ډیر ټینګار درلود. دا زمونږ لپاره ډیره مهمه موضوع ده.

کنعاني وویل: د اوبو حق د ایران او افغانستان ترمینځ د تړونونو په بنیاد ډیره مهمه موضوع ګڼو او ټینګار لرو چې د ایران او افغانستان د جوتو تړونونو په مفادو باندې د افغانستان د موقته حکومت د کابینې پابندي او د ګاونډیانو د حقوقو خیال ساتل یوه ضروري چاره ده. د بهرنیو چارو د وزارت هم په سیاسي برخې او هم په خصوصي برخې کښې دا موضوع په جدیت سره تعقیبوو او خارجه وزیر د ولسمشر له حکم او ټینګار وروسته د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست سره خبرې وکړې او د ایران د اوبو د حق په ضرورت یې ټینګار وک ړ او هیله لرو چې د افغانستان لنډمهاله حکومت پر خپلو ژمنو عمل وکړي.                       

*/*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندکنعاني په دوام کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت خپل چمتووالی اعلان کړی چې که کوم تخنیکي خنډونه وي نو خپل فني ټیم د افغانستان له اړونده لوري سره ملګرتیا ته ورولیږو او د انرجۍ د وزیر ورلیږلو ته مو چمتووالی اعلان کړی دی چې د موافقې د اجرايي کولو لاره هواره کړي.

هغه وویل: د دې کار عملي کیدل په دوست او ورور هیواد افغانستان کښې زمونږ د مخامخ لورو په صادقانه ملګرتیا پورې اړه لري او دا د ښه نیت یوه نښه ګڼو چې زمونږ دوستان غواړي له ایران سره د رغنده تعامل په بنیاد ملګرتیا جوړه کړي. خپلو هلوځلو ته په جدیت سره دوام ورکوو او هیله لرو چې نتیجې ته ورسیږو.

د ایران د خارجه وزارت ویاندوي یادونه وکړه: تراوسه مو په افغانستان کښې له خپلو وروڼو څخه د ایران د تمو پوره کیدل نه دي لیدلي. کومې اوبه چې ایران ته راځي هغه ډیرې کمې دي او هیله لرو چې په افغانستان کښې زمونږ وروڼه په دې لړ کښې په خپلو ژمنو او مسئولیتونو عمر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د زوارت ویاند د دغې خبري غونډې په دوام کښې په ختیځو پولو کښې له طالب ځواکونو سره د نښتې په هکله هم وویل: د افغانستان موضوع زمونږ لپاره ډیره مهمه ده. له افغانستان سره په ګډه پوله کښې د تیرو دوو ورځو د پيښو په هکله زمونږ نظر دا دی چې دغه پیښې د دواړو هیوادونو د ګډو سرحدونو لیکو ته د افغانستان د سرحدي ځواکونو د نه پاملرنې او د هغوي د سمې نه توجیه کیدو په وجه رامینځته شوې دي.

هغه په دوام کښې وویل: د ایران سرحدي ځواکونه د سیمې په سرحدونو باندې په اشرف سره په پوله کښې هر ډول تحرکات په دقت سره څاري او د سرحدي امنیت ساتنې ته جدي توجه لري. د افغانستان د موقته سرپرستې کابینې له چارواکو مو تمه ده چې خپل سرحدي ځواکونه په لازیات دقت سره پوه کړي ترڅو دا ډول پيښې بیا رامینځته نه شي. د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: افغانستان خپل دوست او ورور هیواد ګڼو او په سرحدونو کښې د آرامښت د ساتنې او د پولو د امنیت د تامینولو لپاره د ډیرو ښو ملګرتیاؤ غوښتونکي یو چې دا د امنیت او ملګرتیا سرحدونه شي او هیله لرو چې په مقابل لوري کښې دا تاکید او اهتمام لازیات وي چې د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې د ورته پيښو مخنیوی وشي.

*/*/*/*/

د تهران راډیو مینه والو اوس به راشو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته.

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم د طالبانو له خوا د لګېدلو محدودیتونو موضوع ته کتنه کړې.

ورځپاڼې د طالبانو د یو چارواکي هغه څرګندونې رااخیستي دي چې وايي٬ که له شپږم د پورته ټولګیو پر زده کوونکو نجونو د تعلیم محدودیت دوام وکړي نو دا به په پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیلاتو هم ناوړه اغېز وکړي.

ګارډین د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مولوي احمد تقي له قوله لیکي٬ چې نوموړی وايي که د هېواد له لېسو څخه نجونې فارغې نه شي نو په پوهنتونونو کې به هم محصلانې نه وي.

نوموړي هیله څرګنده کړې٬ چې د پوهنې وزارت به د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانیستو لپاره پر یوه پالیسي کار وکړي.

طالبانو ته یوې نژدې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې افشا شي دغې ورځپاڼې ته ویلي٬ چې که په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو محدودیتونه لیرې هم شي طالبان غواړي په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې یوازې د روغتیا او د ښوونکو د روزنې تر برخو پورې محدودې پاتې شي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي٬ چې طالبانو تېر کال د دولسم ټولګي زده کوونکو نجونو ته ارتقا ورکړه څو د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي٬ خو ګارډین لیکي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تردې دمه بیا د کانکور ازموینه نه ده اخیستل شوې.

*/*/*/

او نشنل انټرسټ خپرونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان، د ځمکې پر سر دوزخ بللی.

خپرونې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما د هغه راپور یادونه کړې٬ چې په جولای میاشت کې یې خپور کړ او په کښې یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو یادونه کړې ده.

خپرونه زیاتوي٬ چې یوناما په دې راپور کې نه ده توانېدلې له طالبانو سره د القاعده شبکې د اړیکو د بیا ټینګېدو په برخه کې د ملګروملتونو د ارزونې او تحلیل اهمیت روښانه کړي.

په مطلب کې راغلي دي٬ چې د القاعده شبکې غړي لا هم د افغانستان د جنوب او ختیځ په ځینو سیمو کې استوګن دي.

د مطلب لیکوال په دې باور دی٬ چې د طالبانو له ملاتړ پرته په افغانستان کې د القاعده شبکې بیاځلي ځای پرځای کېدل ممکن نه وو.

طالبان د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي٬ چې د افغانستان له خاورې څخه به دوی ته خطر نه پېښېږي.

خو ځینې هېوادونه په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې او نورو تندلارو وسله والو ډلو شتون ته په پام سره د طالبانو دې ډاډ ته د شک په سترګه ګوري.

*/*/*/*/*