د افغانستان جنګ د امریکا لپاره ماتي وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i120248-د_افغانستان_جنګ_د_امریکا_لپاره_ماتي_وه
فارس خبري اژانس وايي د سینټکام په نوم د امریکا د پوځ د مرکزي قومندنۍ د کمیټۍ د ترهګر ارګان پخواني قومندان فرانک مکنزي اعتراف وکړ چې د افغانستان جنګ په تیرو شلو کلونو کښې د امریکا د څلورو حکومتونو لپاره ماته وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 06:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان جنګ د امریکا لپاره ماتي وه

فارس خبري اژانس وايي د سینټکام په نوم د امریکا د پوځ د مرکزي قومندنۍ د کمیټۍ د ترهګر ارګان پخواني قومندان فرانک مکنزي اعتراف وکړ چې د افغانستان جنګ په تیرو شلو کلونو کښې د امریکا د څلورو حکومتونو لپاره ماته وه.

هغه ومنله چې د افغانستان جنګ په تیرو شلو کلونو کښې د امریکا د څلورو حکومتونو لپاره ماتي وه او دغه ماتي یې د پوځي او د ډيپلوماټیکو ماتیو یو جوړښت وباله.

فرانک مکنزي وویل په افغانستان کښې د امریکا د ماتي دلیل دا و  چې پاکستان هیڅکله دغه باور نه کاوه چې امریکا په افغانستان کښې پاتې کیږي بلکې همیشه یې دغه فکر کاوه چې له افغانستانه وځي.

د امریکا د سینټکام پخواني مشر فرانک مکنزي ادعا وکړه چې طالبانو تل په پاکستان کښې امن پناه ځایونه لرل او واشنګټن هیڅکله ونه توانید په شلو کلونو کښې د ترهګرۍ پرضد د تش په نامه جنګ کښې دغه مشکل حل کړي یا له اسلام اباد سره یې په هکله موافقې ته ورسیږي.

مک کنزي زیاته کړه امریکا په افغانستان کښې  په ملت جوړونې بوخته وه  او د لویدیځ د بیلګې پراساس یې په دغه هیواد کښې په حکومتوالی ټینګار کاوه چې یوه غلطۍ وه.

هغه وویل هغه سرزوري ډلۍ به چې د طالبانو لخوا یې ساتنه کیږي د امریکا د مشرانو لپاره جدي خطرونه رامینځته کړي.

امریکا تر شلو کلونو پورې د افغانستان ټول سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز جوړښتونه او بیخ بنایانې له مینځه یوړې او بالاخره د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلمسه نیټه په ډير شرمونکي ډول له افغانستان څخه ووتله.