اندونیزیا کې لږترلږه ۱۷۴ کسان وژل شوي دي.
(last modified Sun, 02 Oct 2022 06:24:50 GMT )
Oct 02, 2022 10:54 Asia/Kabul
  • اندونیزیا کې لږترلږه ۱۷۴ کسان وژل شوي دي.

زمونږ خبریال وايي د انډونیزیا حکومتي چارواکو ویلي دا کسان تر هغې وروسته تر پښو لاندې شول چې پولیسو د لوبډلو د قهرېدلو مینوالو خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.

د 'ارېما اېف سي' او 'پېرسبایا سورابیا' فوټبال کلبونو ترمنځ دا لوبه د انډونیزیا ختیځ جاوا ټاپو کې کېده چې د ارېما په ماته تمامه شوه.

د فټبال د بایلونکي ټیم پلویان د فټبال په میدان باندې قبضه وکړه چې خپله غصه څرګنده کړي خو پولیسو د حالاتو د کنټرولولو لپاره اوښلن ګازونه وشیندل او بیا یې ډزې هم وکړې چې له کبله یې ۱۷۴ کسان ووژل شول .

تر دې لوبې وروسته هله ګوله کې لږترلږه ۱۸۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې مینوال د لوبې د پای له اعلانېدو سره سم لوبغالي ته ورځغلي.

ختیځ جاوا کې د پولیسو یوه مشر ویلي تر دې وروسته پولیسو د اوښکې بهوونکي ګاز ډزې وکړې، چې پایله کې یې ټېل ماټېل جوړ شو او د ځینو خلکو ساه پکې بنده شوه.

په وژل شویو کې دوه پولیس افسران هم شامل دي.

د پولیسو دغه قوماندان زیاتوي: "څلور دېرش کسان لوبغالي کې دننه مړه شول او نورو په روغتون کې ساه ورکړه."

دی وايي "دوی [له لوبغالي] د وتلو پر یوې نقطې ورټول شول او ټېل ماټېل کې د اکسیجن کمېدو له کبله د ساه بندوالی پیدا شوی."

پر خواله رسنیو لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې په ځمکه مړي پراته دي.

د اندونیزیا فوټبال ټولنې "پي اېس اېس ای" ویلي چې د دې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

پر دې سربېره دغه هېواد کې د فوټباله غوره لیګ سیالۍ هم یوه اوونۍ ځنډول شوې دي.

Image Caption