وحدت اووروګلوي د افغانستان د ننۍ ټولنې ضرورت دې
د افغانستان د اهل سنتوعالم قاری احمد فواد کریمی وحدت او ورو ګلوي د اسلام په سپیڅلی دین کې اساسی اصل وباله .
اهل سنت مسلمانان د ربیع الاول ۱۲ او شیعه مسلمانان د دغې میاشتې ۱۷ نیټه دپیغمبر اکرم ص د نیکمرغه زوکړې کلیزه بولی . کلونه مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح چی پخپله په اسلامی نړۍ کې د وحدت له جارچیانو وو ، له دغې مسلې د اسلامی فرقو ترمینځ د اتحاد او نږدې والی لپاره استفاده وکړه او د دغو دواړو نیټو ترمینځ واټن یې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت اونۍ اعلان کړه چی د نړۍ د مسلمانانو له هرکلی سره مخامخ شوه .د نړۍ مسلمانان په دغه اونۍ کې د زوکړې جشنونه او دستورې ترسره کوي .
د یووالي اونۍ د پیلېدو په مناسبت د دیني او ټولنیزو چارو کارپوهان وايي چې نن افغانستان تر بل هر وخت زیات د اسلامي امت یووالي ته اړتیا لري او که دا یووالی په رښتیني ډول رامنځته شي، د هېواد ډېرې ستونزې به هوارې شي او د دښمن پلانونه به شنډ شي.
د اسلام د ستر پیغمبر د میلاد او د یووالی اونۍ د پیل په مناسبت په مزارشریف کې هم د مذهبی مسایلو کارپوه حجت الاسلام محمد حسین فدایی افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د رسول ا... مبارک ولادت د نړۍ لپاره ارزښتناکه ورځ ده، د انسانیت ورځ ده.
د هغه په وینا د رسول ا... مبارک لاره د ورورولۍ لار ده. خلک باید نور پوه شي چې شیعه او سني د نړۍ لپاره د الوتنې دوه وزرونه دي او که یوځای نه وي نو د اسلام هیڅ شی به پاتې نشي.
د ده په وينا، د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې، چې دښمنان هڅه کوي له رسنيو څخه په استفادې سره د تفرقه اچونې هڅه وکړي، د افغانستان مسلمان ولس بايد لا زيات متحد او د پخوا په پرتله په حلقو او غونډو کې زيات ګډون وکړي، څو د اسرائيلو او د امریکا د منافقت پروژې رول نه لوبوي.