په واشنګټن کې د روسیې سفیر:
امریکا د اکراین په جګړه کې برخه اخیستې ده
په واشنګټن کې د روسیې سفیر کی یف ته د امریکې له لوري د وسلو لېږدولو ته په اشارې سره، امریکا د روانې جګړې له لورو څخه وباله.
د روسیې سفیر اناټولی انټونوف تېره ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي اکراین ته د وسلو د لېږدولو په هکله د امریکې د ولسمشر وېناوې دا موضوع ثابتوي چي واشنګټن د روانې جګړې برخه اخیستونکې ده.
انتوف جوته کړه چي اکراین سره، فوځي مرستې، استخباراتي او روزنیزې ملګرتیاوې د جګړې د اور د پراخېدو او د ناټو او روسیې تر مینځ د نښتو د خطرې د زیاتېدو سبب ګرځي.
په واشنګټن کې د روسیې سفیر د خبرداری په ورکولو سره، د امریکې او د هغه د ملګرو څخه غوښتنه وکړه چي له سرو کرښو څخه وا نه وړي.
د امریکا ولسمشر بایډن تېره له خپل اکراینی سیال ولادیمیر زلنسکي سره، په تماس کې هغه ته ډاډ ورکړ چي واشنګتن به اکراین د وسلو د لېږدولو بهیر ته دوام ورکړي او دغه هیواد ته پرمختللی دفع هوا سیسټمونه واستوي.
له هغه نه وروسته چي اکراین د کریمیا او روسیې تر مینځ په پل باندې ځانمرګی برید وکړ، مسکو په ځواب کې د اکراین د پلازمینې په شمول په یو شمېر ښارونو کې په فوځي مرکزونو او بېخ بناوو باندې د برید حکم وکړ.
پوټین همداراز د امنیت شورا له غړو سره په غونډه کې خبرداری ورکړ چي که اکراین د روسیې ضد ترهګرو بریدونو ته دوام ورکړي نو د روسیې له سخت غبرګون سره مخامخ شي.