تهران کښې د اسلامي وحدت د شپږ دیرشم نړیوال کانفرنس پیلیدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122212-تهران_کښې_د_اسلامي_وحدت_د_شپږ_دیرشم_نړیوال_کانفرنس_پیلیدل
د اسلامي وحدت شپږ دیرشم نړیوال کانفرنس د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په وینا او د «اسلامي اتحاد، صلحه او په اسلامي نړۍ کښې له تفرقې او تنازعې د ډډه کولو، اجرائي لارې چارې او عملیاتي اقدامات» په موضوع سره په تهران کښې پيل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2022 13:55 Asia/Kabul
  • تهران کښې د اسلامي وحدت د شپږ دیرشم نړیوال کانفرنس پیلیدل

د اسلامي وحدت شپږ دیرشم نړیوال کانفرنس د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په وینا او د «اسلامي اتحاد، صلحه او په اسلامي نړۍ کښې له تفرقې او تنازعې د ډډه کولو، اجرائي لارې چارې او عملیاتي اقدامات» په موضوع سره په تهران کښې پيل شو.

د امام خمیني له خوا د اسلامي وحدت د اونۍ له اعلانیدو وروسته او د مسلمانانو د وحدت په پياوړتیا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سټراټیجۍ له مخې، د متولیانو او د چارو د مسئولانو له خوا د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس د ترسره کولو فیصله وشوه. له ۱۳۶۵ لمریز کال څخه د اسلامي تبلیغاتو سازمان د دغه کانفرنس څلور پړاؤنه ترسره کړل، له هغه وروسته د اسلامي مذهبونو د نزدیکت نړیواله ټولنه چې په ۱۳۶۹ کال کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په امر جوړه شوه، هر کال د ربیع الاول له دولسمې نه تر اوولسمې پورې د وحدت د اونۍ په پیلیدو سره، د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس، د اسلامي نړۍ د شخصیتونو په شتون سره ترسره کوي.

د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس د ترسره کولو هدف د مسلمانانو ترمینځ د یووالي او پیوستون رامینځته کول او د عالمانو او پوهانو د علمي او کلتوري لیدتوګو د نزدې کولو په لړ کښې د هغوي همفکري او هم اسلامي وحدت ته د رسیدو په لړ کښې د علمي لاروچارو څیړل او وړاندې کول او په اسلامي نړۍ کښې د واحد امت جوړول او د مسلمانانو د ستونزو او مسائلو هوارول او په دې لړ کښې د مناسبو حل لارو وړاندې کول دي.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم نن د اسلامي وحدت کانفرنس د پیلیدو په مراسمو کښې وویل: د دې کانفرنس پيغام دا دی چې مونږ غواړو د اوسني انسان ژوند د دین په بنیاد جوړ شي. د اسلامي نړۍ شهیدانو بیدارۍ رامینځته کړه. ځینو فکر کوه چې اسلام یوه شخصي چاره ده خو د اسلام د شهیدانو د وینې په برکت اسلامي بیداري رامینځته شوه او ټول مسلمانانو غواړي چې د اسلام د اصولو مطابق ژوند تیر کړي. زمونږ دښمن له هم دې ویریږي.

شک نشته چې استکباري نړۍ نن سبا د اسلام د دیانت خلاف له کینې ډک واحد دریځ غوره کړی دی داشان چې پرله پسې د دروغو په نشرولو او د اسلام او د رسول ا... مبارک د کورنۍ په سپکاوي سره د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچولو هڅه کوي. په دې حساس پړاؤ کښې د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالي ضرورت له مخکښې نه زیات احساسیږي او په هم دې بنیاد اسلامي حکومتونو ته پکار دي چې پرې نږدي دښمنان په تفرقه اچونې سره د اسلام واحد امت له یو بله جلا او متفرق کړي. په دې وجه د وحدت اونۍ د یوزړه توب او د کلمې د وحدت او د دښمنانو د دسیسو د شنډولو لپاره یو مناسب فرصت ګڼل کیږي.

د وروستیو لسیزو تجربې ښه ترا ښودنه کوي چې دښمنانو تل هڅه کړې د مسلمانانو د حقیقي آزادۍ او خپلواکۍ مخه ونیسي او په دې لړ کښې د مسلمانانو خلاف د منفي رسندوي تبلیغاتو، له اسلامه ویرولو ته د لمن وهلو، په تندلاریتوب او ترهګرۍ باندې د مسلمانانو د تورنولو او هم داشان د مختلفو مذهبونو د منونکو ترمینځ د تفرقې اچولو په شمول له مختلفو اوزارونو کار اخلي.

څرګنده ده چې کله مسلمانان په تفرقه اخته شي نو د خپلوکۍ او پرمختګ په شمول خپلو لوړو اهدافو ته د رسیدو امکان نه لري. دلته دي چې قرآن، سنت او هم داشان د اهل بیتو علیهم السلام مکتب مسلمانانو ته ورزده کوي چې اختلاف رامینځته کونکو مواردو ته د بې ځایه پاملرنې پر ځاې، خپل پام د اسلامي نړۍ مهمو مسائلو ته واړوي. د قرآن کریم آیتونه مسلمانانو ته وايي چې د وحدت او یووالي د ترلاسه کولو کوشش وکړي ځکه چې اسلام ټول مسلمانان واحد امت بللی او مؤمنان د یو بل وروڼه معرفي شوي دي، په دې وجه په ځینو مسائلو کښې اختلاف د اسلامي ورورولۍ او د مسلمانانو د وحدت  مخه نه نیسي. د دغه وحدت په عملي کیدو سره اسلامي امت د نوي اسلامي تمدن د رامینځته کولو په لاره سمیږي چې د ټولو مسلمانانو د اتحاد ښودونکی به وي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي په ۱۳۹۸ کال کښې د نظام د مسئولانو او د اسلامي وحدت کانفرنس د میلمنو په کتنه کښې نوي او ماډرن اسلامي تمدن ته د رسیدو په هکله وفرمایل: اسلامي هیوادونه له علمي لحاظه، د پانګې او امنیت له نظره او هم داشان د سیاسي قدرت له نظره په یوه سطح کښې نه دي، له یو بل سره مرسته کولې شي، کوم هیوادونه چې په هره برخه کښې پياوړي دي، د کمزورو مرسته دې وکړي. دا هم د وحدت یوه مرحله ده. له دې لوړه مرحله هم دا ده چې نوي اسلامي تمدن ته د رسیدو په لړ کښې ټوله اسلامي دنیا یوموټې شي. دا هغه څه دي چې اسلامي ایران خپل فاینل هدف ټاکل دی، اسلامي تمدن ته درسیدل البته له دې زمانې سره متناسب تمدن، ماډرن اسلامي تمدن.

جوته ده چې د اسلامي وحدت کانفرنس په شان غونډو ترسره کول چې په کښې پر سیاسي شخصیتونو سربیره د نړۍ له لسګونو هیوادونو څخه سلګونه کلتوري او مذهبي پوهان هم شتون لري، د اسلامي امت ملګرتیا ته د پام اړولو په لړ کښې یو اغیزناک او ارزښتناک اقدام دی چې د اسلامي اتحاد، صلحې او له تفرقې او جنګونو د ډډه کولو لپاره ضروري زمینې برابروي.

*/*/*/*/*/