اردوغان باکو ته له ارمنستان څخه د شکایت وړاندیز وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122570-اردوغان_باکو_ته_له_ارمنستان_څخه_د_شکایت_وړاندیز_وکړ
د ترکیې ولسمشر د اذربایجان له جمهوریت څخه غوښتنه وکړه چي د ارمنستان څخه نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2022 08:48 Asia/Kabul
  • اردوغان باکو ته له ارمنستان څخه د شکایت وړاندیز وکړ

د ترکیې ولسمشر د اذربایجان له جمهوریت څخه غوښتنه وکړه چي د ارمنستان څخه نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

له ۲۰۲۰ میلادي کال راپه دې خوا او د قره باغ له جګړې وروسته، د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت تر مینځ په ځلونو نښتې شوي دي او دواړه هیوادونو په یو بل باندې د تېریو تورونه لګولي دي.

د ترکیې ولسمشر چي په دغو نښتو کې له باکو څخه ملاتړ کوي، د اذربایجان له جمهوریت څخه غوښتنه وکړه چي له ارمنستان څخه نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

اردوغان چي تیره ورځ د یوې جګپوري پلاوې په مشری باکو ته تللی و، په ارمنستان باندې د قره باغ د سیمې د ورانولو د تور په لګولو سره، د اذربایجان د جمهوریت ولسمشر الهام علی اف ته وویل چي د ارمنستان څخه د تاوان د اخیستلو په موخه دې نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال په جګړه کې ارمنستاني ځواکونو د قره باغ څخه شاتګ وکړل، خو د اذربایجان جمهوریت ادعا کوي چي ارمني ځواکونو له شاتګ نه مخکې د دې سیمې ګڼ شمېر بیخ بناوې وران کړي دي خو په مقابل لورې کې بیا ارمنستان په باکو الزام لګوي چي د قره باغ په سیمه کې د ارمنیانو اثار له مینځه وړي دي.