د اروپا ډير خلک له ساړه څخه نورو هیوادونو ته تښتي
(last modified Mon, 24 Oct 2022 01:15:14 GMT )
Oct 24, 2022 05:45 Asia/Kabul
  • د اروپا ډير خلک له ساړه څخه نورو هیوادونو ته تښتي

زمونږ خبریال وايي په اروپايي هیوادونو کښې انرژۍ ته اړونده زیاتو لګښتونو د دغو هیوادونو خلک ګرمو سیمو ته مهاجرت ته مجبوره کړي دي.

د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه په اوکراین کښې د روسیې له جنګ وروسته امریکا او لویدیځو هیوادونو د ماسکو پرضد پراخ بایکاټونه ولګول.

روسیې هم دغو بایکاټونو ته په غبرګون کښې د نورډ سټریم یو د نل لیکې په وسیله اروپا او جرمني ته د ګازو ورکول کم کړل.

په دې سربیره په نورډ سټریم یو نل لیکې کښې چې اروپا ته د روسیې د ګازو د انتقال اصل لاره ګنل کیږي مشکوکو چاودنو اروپا ته د ګازو ورکول ګډوډ کړي دي او په نتیجه کښې په اروپايي هیوادونو  کښې سونګو لګښت او بیې زیاتې شوي دي.

مخکې خبرې سرچینو راپور ورکړی و د چین شرکتونو چې د ژمي جامې او لباسونه جوړوي د ساړه موسم په درشل کښې د اروپايي هیوادونو لخوا د ګرمو لباسونو د جوړولو د غوښتنې د زیاتیدا خبر ورکړی.

د ډیرو اروپايي هیوادونو ښاریز په ژمي موسم کښې د انرژۍ یعني د بریښنا او د ګازو له  زیاتو بیلونو څخه  تښتیدا لپاره غوره  ګڼي چې د اسپانیا په شمول د اروپا د لوې وچې ګرمو هیوادونو ته سفرونه وکړي.

د اروپا ډيرې سیلانیان غوره ګڼي اسپانیا ته د سفر او هلته د وسیدو لګښتونه ورکړي چې په خپلو هیوادونو کښې د بریښنا او د ګازو له ډیرو بیلونو څخه ځانونه وژغوري.

په بریتانیا، جرمني ، فرانسې او نورو اروپايی هیوادونو کښې د انرژۍ یعني د بریښنا او د ګازو او د پیټرولو او د ډیزلو بیې ډیرې زیاتې شوي دي او خلک له ډیرو مشکلاتو او د خوراکي شیانو د اخیستلو توان هم نلري.

 

ټیګونه