اروپايي هیوادونه به ډیره اقتصادي ځوړتیا ولري
زمونږ خبریال راپور راکړی د پیسو د نړیوال صندوق مشرې میرمن کریسټالینا جورجیوا( Kristalina Ivanova Georgieva-Kinova) خبرداری ورکړ چې اروپايي هیوادونه به په راتلونکي میلادي کال کښې له زیاتو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ شي.
هغې په دې هکله وویل د اروپايي هیوادونو راتلونکی ډیر تیاره دی، یو کال مخکې مونږ د کورونا له حالت څخه د وتلو په حال کښې وو؛ مونږ دغه کال په شپږ فیصده ودې سره پاې ته ورسوه.
جورجیوا زیاته کړه د اوکراین جنګ اقتصادي وده اپوټه کړه او سبب شوه د یورو سیمې د هیوادونو نیمايي برخه د اقتصادي ځوړتیا کتونکي ووسي او دغه موضوع کولای شي د اروپا خلکو ته نیم ټریلیونه یورو تاوان ورسوي.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریسټالینا وویل هیڅ چا د روسیې د جنګ اټکل نه کاوه په همدې دلیل ټولو خلکو انفلاسیون موقتي باله؛ مونږ د خوراکي شیانو او د سونګو د بیو د زیاتیدا کتونکي یوو او دغه موضوع سبب شوي ده چې انفلاسیون زیات شي.
هغې وویل که چیرې تاسو مخ ته سترګې وغړوئ زه تاسو ته هیله نشم درکولای باید ووایو چې راتلونکي میلادي کال به د روان میلادي کال په نسبت ډیر ډیر سخت وي.