د تهران او او ځينو بهرنیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123048-د_تهران_او_او_ځينو_بهرنیو_مطبوعاتو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران پښتو خپرونې خوږو مینه والو...په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته دتهران  او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 02, 2022 09:09 Asia/Kabul
  • د تهران او او ځينو بهرنیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران پښتو خپرونې خوږو مینه والو...په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په پیل کې درته دتهران  او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  د ارمنستان له لومړي وزیر سره په خبرو کې ووئيل،اسلامی ایران تل له درستو هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو سره په ښو او رغنده  اړیکو پسې دی.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،په تهران کې د شهیدانوپه سلګونو کورنیو او جانبازانو  د جرمني د سفارت په وړاندې په مظاهرې سره  له داعشی  او جنایتکارو  عواملو څخه دجرمني د حکومت  په ملاتړ سخت اعتراض وکړ او  په ډاګه ئې کړه چې باید جرمني د خپلو جنایتونو ځواب ووائي.

فورچون اقتصادي خپرونې په یوه راپور کې په اروپا کې د انرژۍ د بحران دسختیدا په باب په خبرداری سره لیکلي دي،په اروپا کې د بریښنا میاشتنۍ لګښت له یوسل شپیتو یورو څخه پنځه سوه  یورو ته زیاتیږي.

د امریکا پخوانی کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ سره  د یو شمیر ملګرو د بډو رشوتونو په تور  محاکمه کیږي.

د پاکستان دعمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند ددغه هیواد دمرکزي حکومت په خلاف دلانګ مارچ په پنځمه ورځ له لسګونو زره پلویانو سره یوځاي  داسلام  آباد په لور روان دي  او ګواښ ئې کړی چې دپاکستان مسئول ا ورګانونه دې د هیواد دژغورنې لپاره  له موجوده حکومته خپل هیواد ته نجات ورکړي او که داسې نه وي نو نور به هیواد ډیر زر دیوالیه شي.

د افغانستان  د طالبانو موقته حکومت چارواکو ووئيل باید نړیواله ټولنه  ددغه هیواد حکومت په رسمیّت وپيژني،ځکه طالبانو د نړیوالې ټولنې د په رسمیّټ پيژندنې لپاره درست شرائط پوره کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم پخواني لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو وائي هغه موافقه چې د لبنان او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د  پوله ایزو اختلافاتو په زمینې کې د امریکا په واسطه شوې ده ،په سلو کې سل د لبنان او حزب ا... په ګټه ده او په همدې دلیل دغه موافقه مشکوکه ګڼي .

داهم د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د ایرن د اسلامی جمهوریت دقضایه قوې مشر حجةالاسلام محسن اژه اي د لوړپوړو قاضیانو په غونډې کې ووئيل،باید هغه مسئلې  چې په اسلامي نظام د  خلکو  اعتماد ته تاوان رسوي  جبران کړو.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي د ارمنستان له لومړي وزیر پاشینیان سره په ګډ خبري کنفرانس کې ووئيل، مونږ د قفقاز سیمې د حالاتو په باب ډیر زیات حساس یوو.

د نړۍ پنځوسو هیوادونو له چینه وغوښتل د اویغوریانو نیونې دې ودروي .

ملګروملتو په یوه راپور کې لیکلي دي،په افغانستان کې د  کوکنارو کښت لازیات شوی دی.

د روسیې دفاع وزارت په وکراین کې د جنګ لپاره د افغانستان دپخوانیو پوځیانو  دجذبولو تورونه رد کړل.

 د ایران د  اسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال محمد مخبرد شانګهائي موسیسې دغړو هیوادونو د لومړي وزیرانو په یویشتمې ناستې کې چې د وبینار په لیکه ترسره شوه،د غړو هیوادونو د ملګرتیاؤ دپیاوړتیا په لړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت دڅلورو وړاندیزونو په وړاندې کولو سره ، دسیمه ایزو اړیکو د پیاوړتیا او دتل پاتې همږۍ  د پرمختللي بیلګې د رامینځةکولو غوښتنه وکړه.

د صهیونیسټي رژیم په زندانونو کې  په لسګونو فلسطینیو بندیانو  فیصله کې، خپلو ژمنو ته د دغه رژیم د نه پابندۍ په علت لوږتړ کوي.

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د غَلودانو د موافقې په باب سره خبرې اترې کړي او په دې اړه ئې د اوکراین له اندیښنو  پوتین خبر کړی دی.

د امریکا دخارجه وزارت ویندوي نډپرایس په یولړڅرګندنوکې ووئیل،  د قطر په دوحې کې د  افغانستان په چارو کې د واشنګټن ځانګړي استازي  د طالبانو له یوه پلاوي سره  کتنه او خبرې اترې کړي دي،البته ددغو خبرو په باب ئې لازیاتو جزیاتو  ته کومه اشاره نه ده کړې.

داهم قدس آنلاین  خپرونه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي،د ملګرو ملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  د عربی اتحادئې دخارجه وزیرانو په غونډې کې  چې په الجزایر کې ترسره شوي ،ووئیل، نړۍ  دډلبندۍ په دلیل له سترو بحرانونو او ترینګلتیاؤ سره لاس او ګریوان شوې ده.

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي ددې خبرې په کولوسر ه چې د صهیونیسټ رژیم درست ګوندونه ،د فلسطین دملت پّ ضد دتیریګریو په دوام پسې دي ، ټینګار وکړ، د صهیونیسټي رژيم د پارلیمان(کنیسټ) دانتخاباتو نتیجو ته تمه درلودل یو سیاسی حماقت دی.

دامریکا جنګ وزارت پنټاګان یو ځل بیا ادعا کړې چې روسیه ، د اوکرانی په ضد په جنګ کې  د استفادې لپاره  دایرانیو له مځکې په مځکه ویشتونکو توغندیو په ترلاسه کولو پسې ده .داپه  داسې حال کې ډي چې  پنټاګان خپل یو شمیر پوځي کارپوهان اوکراین ته لیږلي دي.

د شمالی کوریا ځینو سرچینو ووئيل ، ددغه هیواد پوځ یو شمیر نور توغندي هم وآزمویل.

د افغانستان  په جنوب ختیځو ولایتونو کې د ژمي په رارسیدو سره ددغو سیمو د زلزله ځپلو خلکو م مشکلات او  ستونزې لاپه زیاتیدا دي .

په هندوستان کې د سین دپاسه  د پل په نړیدو سره د قربانیانو شمیر نوره  هم زیات شوی او وئیل کیږي ، چې دمګړئ د وژل شوو کسانو شمیر چې ښځې او ماشومان هم پکې ترسترګو کیږي ،یو سل پنځو څلویښتو تنو ته رسیدلی دی.

د سورئې پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواک په الحسکه او دیرالزور  ولایتونو کې د  امریکا تر ملاتړ لاندې د تکفیری ترهه ګرو  ډلو یو شمیر مرکزونه او پټنځایونه تباه او دهغوي پوځي تجهیزات او وسلې  او دغه راز ګودامونه ئې تباه کړي دي .

دعراق الحشد الشعبی مبارز ځواک  په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي چې  په موصل کې ئې د داعش ځیني پاتې شوني  په یولړ عملیاتو کې هلاک کړي او د هغوي  یو شمیر پټنځایونه ئې هم تباه او وسلې ئې ولجه کړي دي .

****************** 

اوس هم راګرځو ځينو بهرنیو خپرونو ته چې د افغانستان په باب ئې ځیني لیکنې کړي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي چې له تاسو سره ئې شریکې کوو،البته باید ووایو چې  دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.

امریکایۍ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د روسیې له‌خوا د اوکراین جګړې ته د پخوانیو افغان کومانډویانو د ګمارلو موضوع ته پام اړولی اوپه وروستي ګڼه کې یې په دې اړه د اسوشیتید پرس راپور خپورکړی دی.

په راپور کې درې پخوانیو افغان جنرالانو ویلي، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو عسکر چې د امریکایي ځواکونو په خوا کې یې په جګړو کې برخه اخیستې او تېر کال له دې هېواده په ګډ وډۍ کې د لوېدیځ له وتلو وروسته   له هیواده نورو هیوادونو ته تښتېدلي، اوس د روسیې د پوځ له‌خوا د اوکراین جګړې ته ګومارل کېږي.

دغو جنرالانو ویلي، روسیه غواړي په زرګونو پخواني افغان کومانډویان یوه بهرني لښکر ته جذب کړي.

وړاندې په مطلب کې د جنرال عبدالروف ارغندیوال څرګندونې را اخیستل شوي چې ویلي یې دي، دغه ځواکونه نه‌غواړي چې جګړې ته لاړشي خو دوی بله لاره نه‌لري.

په لاس انجلس ټایمز کې وړاندې د هیبت ا... علیزي په نوم د یوه بل افغان جنرال څرګندونې هم را اخیستل شوي چې ویلي یې دي، د روسیې له‌خوا د اوکراین جګړې ته د افغان پوځیانو د جلب او جذب چارې د واګنر ډلې په نوم د روسیې اجیر ځواک مخته وړي.

هغه ویلي چې په دې پروسه کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو هغه پخواني قومندانان چې په روسیه کې اوسي او روسي ژبه یې زده ده، مرسته کوي.

د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي آی اې پخواني مشر مایکل مولر ویلي، موږ دغه پوځیان هغسې چې ورسره ژمنه مو کړې وه وه، نه‌دي ایستلي او اوس دا کار ترسره کېږي.

د هغه په خبره دې په دې شک کوي چې روسیه به وتوانیږي چې دغو افغان کومانډویانو ته قناعت ورکړي چې ورسره یو ځای شي ځکه دوی د جګړې لپاره نه بلکې په خپل هېواد کې د ډیموکراسۍ د پیاوړي کېدو لپاره پوځ ته مخه کړې وه.

د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو چې شمېر یې د شل زرو او دېرش زرو ترمینځ  و او په تېرو دوو لسیزو کې یې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې، یوازې څو سوه جګپوړي افسران یې د امریکا د پوځ له وتلو سره د هوا له لارې له افغانستانه ایستل شوي خو په زرګونو نور   ګاونډیو هېوادونه ته تښتیدلي یا په افغانستان کې پاتې دي او په پټه ژوند کوي.

 =     د ملګروملتونو انټرنیټي سایټ  په افغانستان کې د کوکنارو په کر کې د زیاتوالي خبر ور کړی دی.

د ملګرو ملتو  د وېبپاڼې له مخې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان د کوکنارو کر نژدې یوه پر درېیمه زیات شوی دی.

دغې ادارې ویلي، افغانستان سره له دې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ګڼو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، د تریاکو تولید په ۲۰۲۲ کال په دې هېواد کې تر ټولو ګټور ځکه و چې بیې یې هم ډېرې لوړې شوې دي.

په افغانستان کې د کوکنارو په کر  کې د دغه زیاتوالي خبر داسې مهال ورکول کېږي چې طالب چارواکو د روان کال په اپریل میاشت کې د کوکنارو پر کښت او د ټولو مخدره موادو پر کارو بار بندیزونه ولګول.

د ملګروملتونو د دغې ادارې له مخې په تېر یوه کال کې د هغو ځمکو اندازه چې کوکنار پرې کرل شوي، ۲۳۳ زره هکتارو ته رسیږي چې دا پر کوکنارو د څارنې له پیل راهیسې درېیم ځل دی چې پر دومره پراخه ځمکه کوکنار کرل کېږي.