اروپا دې د واشنګټن یواړخیزو تجارتي سیاستونوته یکي کلک ځواب ورکړي
(last modified Mon, 07 Nov 2022 07:49:39 GMT )
Nov 07, 2022 12:19 Asia/Kabul
  • اروپا دې د واشنګټن یواړخیزو تجارتي سیاستونوته یکي کلک ځواب ورکړي

په امریکا کې دسبسډئ د سیالۍ(Subsidy competition in America) دقانون تصویبیدا ددې سبب شوی  چې اروپائي شرکتونه له امریکائي شرکتونو سره مقابله ونه کړائ شي.

ایرناخبری آژانس راپور راکړ، د فرانسې د اقتصادي چارو وزیر برونو لومر د سبسډئ د سیالۍ  په قانون په نیوکو سره  ووئيل ، دسبسډئ سیالي له درستو نړیوالو تجارتي اصولو سره په توپیر کې ده او اروپایان باید د امریکااقتصادي اقداماتو په تیره بیا د سبسډیانو په زمینې کې  اقداماتو ته یوموټی او پیاوړی ځواب ورکړي.

د فرانسې د اقتصادي چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې هغه لوئې بهرنۍ کمپنیانې چې غواړي په اروپا کې فعالیتونه وکړي،اوس په اروپائي او امریکائي ویب سایټونو کې له سربدالۍ سره مخ دي ووئيل،  په ځينو  موردونو کې د هغو مالی مرستو اندازه چې دامریکا حکومت ئې ورکوي،د اروپائي کمیشن د  مجاز  مقدار په مقابل کې تر څلور برابره زیاته  ده.

د فرانسې اقتصادي چارو وزیر  زیاته کړې ده ،د متحده ایالاتو د انفیّشن د کمولو تر قانون لاندې ډيرې زیاتې امریکائي سبسډیانې  او هم له چینیانو سره سیالي چې  په هماغه اندازه   ورته سبسډیانې ورکوي، احتمالا دغه درز به نوره هم زیات کړي. د اروپا صنعت دمګړۍ د ا روپا او متحده ا یالاتو  ترمینځ د انرژۍد بیّو له توپيره کړیږي،په  همدې خاطر باید درسته اورپاد امریکا یو اړخیزو اقتصادي  او تجارتی سیاستونو ته کلک  ځواب ورکړي.

 

ټیګونه