اروپائي مشرانو له امریکا سره دتجارتي جنګ د خطرې به باب خبرداری ورکړ
(last modified Wed, 09 Nov 2022 02:55:48 GMT )
Nov 09, 2022 07:25 Asia/Kabul
  • اروپائي مشرانو له امریکا سره دتجارتي جنګ د خطرې به باب خبرداری ورکړ

دغې اندیښنې  د یورو داقتصادي سیمې  دمالی چارو وزیران دې ته اړکړي ،څو یوه بیړنۍ ناسته جوړه کړي  چې نتیجه ئې،د امریکا او اروپا ترمینځ دتجارتي جنګ ته د واریدیدا د خطرې په باب  خبرداری ؤ.

المینار  ټيلیویژني چینل راپور ورکړ،داروپا مشرانو له امریکا سره دتجارتي جنګ درامینځةکیدا دخطرې په باب په خبرداری سره ګواښ کړی ،که  و اشنګټن  د اروپائی اتحادئې په نیوکو سترګو پټولو ته دوام ورکړي، نو دتجارت نړیوالې ادارې ته به  مخه کړيڅو د واشنګټڼ په ضد خپل استدلالونه وړاندې کړي.

 ددغه راپور په اساس،په امریکا کې د اروپائي شرکتونو دشتون لپاره ددغه هیواد پراخ تبلیغات،د اروپائي اتحادئې  د هیوادونو او د امریکا ترمینځ  دیوه نوي تجارتي جنګ نښې نښانې شمیرل کیږي.

المنار پخپل راپور کې زیاته کړې ده، په اوکراین کې د اوسنی جنګ داقتصادي نتیجو او د انرژۍ د بیّو د بې مخینې زیاتیدا په سبب په ۲۰۲۳کال کې اقتصادي ځوړتیا ته د  اروپا دلوئې وچې واریدیدا دخطرې د زیاتیدا په علت  ددغې موضوع په وړاندې د اروپائي شرکتونو اندیښنې مخ په زیاتیدا دي.

دغې اندیښنې  د یورو داقتصادي سیمې  د مالی چارو وزیران دې ته اړکړي ،څو یوه بیړنۍ ناسته جوړه کړي  چې نتیجه ئې،د امریکا او اروپا ترمینځ دتجارتي جنګ ته د واریدیدا د خطرې په باب  خبرداری ؤ.

د وئیلو ده  د امریکا او اروپائی اتحادئې ترمینځ په اړیکو کې دغه تجارتي جنګ کومه نوي خبره نه ده او دواړه لوري په تیرو کلونو کې مجبوره شوي،هغه ډير اختلافات سره ختم کړي چې د امریکا د بوئينګ الوتکو جوړونکي شرکت  او ایئر بس  الوتکې جوړونکي ستر شرکت ترمینځ ډغره ئې  یو مثال دی.

 

ټیګونه