صهیونیسټ رژیم په اوکراین نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123484-صهیونیسټ_رژیم_په_اوکراین_نیوکه_وکړه
صهیونیسټ رژیم د فلسطین د هغه وړاندیز په اړه چې د هاګ د محکمې د حقوقی نظر د صادرولو لپاره د اسرائیلو د نیواک د قانونی ماهیت په هکله اوکراین مثبته رایه ورکړه صهیونیسټ رژیم غبرګون وښود.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 03:58 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم په  اوکراین نیوکه وکړه

صهیونیسټ رژیم د فلسطین د هغه وړاندیز په اړه چې د هاګ د محکمې د حقوقی نظر د صادرولو لپاره د اسرائیلو د نیواک د قانونی ماهیت په هکله اوکراین مثبته رایه ورکړه صهیونیسټ رژیم غبرګون وښود.

دفلسطین په خاوره کښې د اسرائیلو د پرله پسې نیواک د قانونی ماهیت په اړه په هاګ کښې د عدالت له نړیوالې محکمې څخه د قانونی وضاحت د غوښتنې د وړاندې کولو لپاره د فلسطینیانو له وړاندیز سره د اوکرایین له موافقې وروسته په کی یف کښې د صهیونیسټ رژیم سفیر له دغه اقدام څخه ناخوښي څرګنده کړه.

صهیونیسټ رژیم د فلسطین د هغه وړاندیز په اړه چې د هاګ د محکمې د حقوقی نظر د صادرولو لپاره د اسرائیلو د نیواک د قانونی ماهیت په هکله اوکراین مثبته رایه ورکړه  صهیونیسټ رژیم غبرګون وښود.

د دغه رپوټ له مخې اوکراین د صهیونیسټ رژیم د نیواک په اړه په هاګ کښې د عدالت په نړیواله محکمه کښې د بیړنی وضاحت د غوښتنې په اړه د فلسطین د وړاندیز په حق کښې رایه ورکړه.

په اوکراین کې د صهیونیسټ رژیم سفیر میخایل برودسکي په خپله ټویټر پاڼه کې دې مسئلې ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي: دې وړاندیز ته د اوکراین مثبته رایه ډیره مایوسه کوونکې ده.

د دغه رپوټ له مخې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ څلورمې کمېټۍ چې د سیاسی مسائلو او د استعمار د خاتمې لپاره مشخصه ده، د فلسطینیانو په وړاندیز سره، له نړیوالې محکمې څخه د حقوقی توضیح او د مشورتی نظر غوښتنه وکړه. په هاګ کښې دصهیونیسټ رژیم د نیواکګری نیواک د شتون په څرنګوالی کښې د ترټولو ستر نړیوال قضایی ارګان په توګه د قدس په شمول د فلسطین په خاوره کښې عدالت موافقه وکړه .

دغه طرحه په ۹۸ مثبتو رایو، ۱۷ منفي رایو او ۵۲ غیر حاضرو رایو سره تصویب شوه.

امریکا، ایټالیا، جرمني، استرالیا، کاناډا، اتریش او چک جمهوریت د هغو هېوادونو په ډله کې وو چې د دې طرحې پر ضد یې رایه ورکړه.

د اوکراین دغه مثبته رایه په داسې وخت کې راځی چې صهیونیسټ رژیم د اوکراین په کړکیچ کښې له روسیې سره په محافظه کاره توګه د کییف ملاتړ کړی دی