روسیې ،اوکراین ته سخت خبرداری ورکړی دی
رشیا ټوډې ټيلي ويژن راپور ورکړی د روسیې فیډریشن د امنیت شورا مرستیال اوکراین ته خبرداری ورکړ ماسکو تراوسه په اوکراین کښې په ځانګړي پوځي عملیاتو کښې له خپلو ټولو وسله والو ظرفیتونو استفاده نه ده کړي.
د روسیې فیډراسیون د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف وویل ماسکو تراوسه په اوکراین کښې په ځانګړیو عملیاتو کښې له خپلو ټولو وسله والو ظرفیتونو استفاده نه ده کړي او د دوښمن په ټولو مرکزونو باندې یې بریدونه نه دي کړي ځکه چې د ورانونکو وسلو د کارولو لپاره د وخت مشخص چوکاټ شته.
هغه وویل د جنګ په هر پړاو کښې د موجودو مقضیاتو پراساس خاص وسلې کارول کیږي.
د اوکراین جنګ له خپلو ټولو پراخو سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیزو او حتی کلتوري پایلو سره سره نهمه میاشت کیږي چې دوام لري او اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا لخوا د وسلو استول هماغه راز دوام لري.
امریکا او اروپايي هیوادونو اوکراین ته د ډول ډول وسلو په استولو او په روسیې باندې د بایکاټونو په سختولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمیدا لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې له مخکې څخه زیات یې د جنګ د زیاتولو هڅه کړي ده.