ترکیې د امریکا د خواشینۍ پیغام نه دی منلی
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو تیره ورځ په استانبول کې ترهګریز برید ته په اشارې سره وویل چي هیواد یې د کوباني له کرد ترهګرو د امریکا د ملاتړ له امله د واشنګټن خواشیني پیغام نه مني.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه:«موږ د امریکا خواخوږي ردوو».
هغه زیاته کړه چې د (PKK) ګوند او د هغه ځینې متحدین چې د امریکې لخوا یې ملاتړ کیږي د استانبول د قتل عام مسؤل دي.
هغه ټینګار وکړ چې د لومړنیو ارزونو پراساس دغه بریدګر د (عفرین) له لارې ترکیې ته داخل شوی او د دغه برید د ترسره کولو حکم له کوباني څخه صادر شوی دی.
د یکشنبې په ورځ په استانبول کې چاودنه وشوه چي د امله یې ۹۰ کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د ایران د پارلمان ویاند سید نظام الدین موسوي هم د دې په بیانولو چي د نړۍ په هر یو ګوټ کې د ترهګریزو بریدونو تر څنګ د امریکې نوم څرګندیږي،وویل: د استانبول د چاودنې په وړاندې د امریکې د خواخوږی پیغام، د قتل صحنې ته د قاتل د بیرته راتلو په څېر اقدام بلل کیږي.