د روسې په ضد بندیزونه پولینډ ته په میلیارډنوډالري تاوان رسیږي
د پولینډ لومړي وزیر خبرداری ورکړی، ددغو بندیزونو نتیجه، په اروپا کئې د اندرژۍ او سونګو په بازار کې دمشکلاتو لا ترینګلتیا او د انفلیّشن بې مخینې زیاتیدا اقتصادي لګښتونه څو چنده زیاتیدا ده.
اروپائي اتحادئې د روسیې اواوکراین د جنګله پیلیدا وخت راهسې د روسیې په ضد ځیني بندیزونه لګولي دي ، خو د بوداپسټ حکومت د ماسکو په ضد دبندیزونو له سیاست سره کلک مخالفت کوي.
د پولینډ لومړي وزیر خبرداری ورکړی، ددغو بندیزونو نتیجه، په اروپا کئې د اندرژۍ او سونګو په بازار کې دمشکلاتو لا ترینګلتیا او د انفلیّشن بې مخینې زیاتیدا اقتصادي لګښتونه څو چنده زیاتیدا ده.
فارس خبری آژانس راپور ورکړیو د پولینډ لومړي وزیر ویکټور اوریّن پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې یو ځل بیا د روسیې په ضد د اروپائي اتحادئې دبندیزونو په دوام په نیوکو سره ووئيل چې دغه بندیزونه په کال کې پولینډ ته کابو لس میلیارډ ډالري تاوانونه رسوي.
اوریّن په اوکراین کې دلویدیځي هیوادونو سیاست ته په اشارې سره زیاته کړه مونږ په اروپائی اتحادئې کې له سخت اوترینګلي حالاتو سره مخ یوو . په پيل کې مو غیر پوځي مرستې ولیږدوې او بیا مو وسلوالې مرستې پیل کړي دي او همدااوس هم په اروپائي ټاټوبو کې د اوکرایني ځواک په ټریننګ بوخت یوو.
د پولینډ لومړي وزیر له دې مخکې هم ټينګار کړی ؤ ،باید له واقعیَتونو سره مخامخ شو، که دغه وضعیّت دوام ومومي ، نو بندیزونه به اروپا ولړزوي،ددغې لوئې وچې اقتصاد به له ځوړتیا سره مخ کړي او ممکنه ده د خلکو ژوند له خطرې سره مخ شي او ظاهرا لازمه ده مونږ خپل ځان یوه اوږدمهاله جنګ ته تیار کړو.