له بلواګرو سره په سخت چلند د چین د حکومت ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124210-له_بلواګرو_سره_په_سخت_چلند_د_چین_د_حکومت_ټینګار
د چین ولسمشر شی جین پینګ په خپل ټوییټر کې اعلان وکړ چي له بلواګرو سره به سخت چلند وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2022 12:40 Asia/Kabul
  • له بلواګرو سره په سخت چلند د چین د حکومت ټینګار

د چین ولسمشر شی جین پینګ په خپل ټوییټر کې اعلان وکړ چي له بلواګرو سره به سخت چلند وشي.

د چین د ولسمشر دغه ټوییټ له بلواګرو سره، د چین د حکومت او فوځیانو له څو ورځو زغم او حوصلې وروسته، خپور شوی، ښودنه کوي چي د چین دولت پرېکړه کړې د هغو بلواګرو او معترضینو ټغر ورټول کړي چي د امریکې د سیاستونو تر اثر لاندې راغلي او د دسیسو او بلواو په لټه کې دي، له شکه پرته په چین کې د هغو بلواو تر شا د امریکې او د لوېدیځو هیوادونو لاس دي، کوم چي د نویو کرونایي محدودیتونو په پلمې سره، رامینځ ته شوي دي، دغه مساله له څو اړخه د پام وړ ګرځېدلې ده، اول دا چي بلواوې له هغه وروسته پیل شوې چي د چین اوسنی ولسمشر شي جین پینګ د دې هیواد د کمونیسټ پارټې په ملي کنګرس کې بیا ځلې د چین د ولسمشر په توګه وټاکل شو، دا ښیي چي امریکا په وروستیو کلونو کې د شي جین پینګ د مقاومتي او یرغلیزو سیاستونو په وړاندې ناتوانه شوې او کوښښ کوي چي د کورني بلواو له لارې د هغه ټولنیز ځایګی ته زیان ورسوي او کمزورې کړي، امریکا له دې لارې هڅه کوي د ستونزو په حلولو کې د چین ولسمشر کمزوری وښیي او په عامه افکارو کې د هغه څېره ورخرابه کړي.

د سیاسي چارو کارپوه علی خزایی په دې اړه وایي: دا د امریکې له اساسي ځانګړنو څخه دي، کله چي د خپلو مخالفینو سره په مقابله کې بې وسه شي نو بیا نرمو اقداماتو یا په اصطلاح سره رنګین انقلابونو ته مخه کوي، په دې وروستېو کې د امریکې په مخالفو او خپلواکو هیوادونو کې د دې دسیسې د پلې کېدو کتوونکې یو.  د چین د مهارولو سیاستونه د ټرامپ د ولسمشرۍ له پړاو نه پیل شوی خو امریکا په دې کار کې ناکامه شوې ده، چین په عمل کې ښودلې ده چي د خپل اقتصادې ودې بهیر ته دوام ورکوي، دا مساله واشنګټن ته لوی زیان رسوي.

دوهمه مساله دا ده چي په چین کې رامینځ ته شوې بلواو کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ضد تبلیغات کیږي او د هغه کورني او بهرني اقتدار تر پوښتنې لاندې راوستل د بلواو اصلي هدف دی، شي په دې وروستیو کلونو کې ښودلی دی چي یو پیاوړی سیاستوال دی چي د چین د کورنیو حالاتو د برابرولو تر څنګ د امریکې له یرغلیزو سیاستونو سره په مقابله کې هم بریالی شوی دی او د ټایوان په برابر یې د امریکې دسیسې ناکامه کړي دي، د امریکې پلوی واکمن ګوند په ټایوان کې د ښاروالیو په ټاکنو کې ناکامه شوی او د ټایوان مشر ګوښه کېدو ته مجبور شو. همدارنګه چین په نورو چارو کې لکه د یوې لارې یو کمربند په استراتیژیکي پروژې کې هم ځینې بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

د چین ولسمشر تل د قدرت له دریځ نه د امریکې سره په برابر انډول کې خبرې کوي چي دا مساله له هغه څخه په نړیواله کچه کې یوه پیاوړې څېړه وړاندې کړې او په یو ډول د امریکې د ولسمشر جوبایډن د سپکاوی سبب شوی دی،

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او مرستیاله یې کامالا هریس له شي جین پینګ سره په دوو نړیوالو ناستو کې کتلي دي، او د اختلافاتو د هوارېدو وعده ورکړې ده، معلومداره خبره ده چي د ټایوان په مساله کې واشنګټن د چین د ولسمشر له سختو خبرداریو څخه خفه شوی دی، د چین ولسمشر امریکا ته خبرداری ورکړی دی چي له اور سره دې لوبې نه کوي، امریکا دا مساله د ځان د سپکاوی بللې ده، د نړیوالو چارو کارپوه هنری کیسنجر وایي: امریکا باید د ټایوان په هکله د چین خبرداریو ته په سپکه و نه ګوري، بیجینګ ښودلې ده چي د خپلې ملې واکمنۍ په مساله کې توکې نه کوي، ټایوان مساله کې د ګوتې وهلو په صورت کې د امریکې او چین تر مینځ جنګ له ذهنه لیرې خبره نه ده،

په یادو بلواو کې یوه بله د پام وړ مساله دا ده چي د اکراین په مساله کې د روسیې په وړاندې د امریکې کمزورتیا سبب شوې چي امریکا هڅه وکړي هغه هیوادونه په کورنيو مشکلاتو کې ښکېل کړي چي د اکراین په شخړه کې له روسیې څخه ملاتړ کوي، د اکراین د جګړې په لومړیو کې امریکا هڅه وکړه چي د چین او روسیې تر مینځ اختلاف واچوي، لیکن په دې کار کې ناکامه شوه، روسیه اوسمهال د چین په مرسته د امریکې او د اروپایي اتحادیې په بندیزونو برلاسه شوې ده، دا مساله د امریکې او اروپایي هیوادونو د غوصې سبب شوې ده، په دې خاطر امریکا هڅه کوي چي له دې لارې د روسیې له ملاتړو هیوادونو څخه غچ واخلي، خو بلواګرو سره د سخت چلند په هکله د چین د ولسمشر ټوییټ وښودله چي شی جین پینګ د امریکې دسیسو او لاسوهنو ته سر نه ټیټوي او له دې لارې امریکا ته امتیاز نه ورکوي.