د داعش ترهګرې ډلې نوی مشر معرفي شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124270-د_داعش_ترهګرې_ډلې_نوی_مشر_معرفي_شوی
فارس خبري اژانس وايي داعش ترهګرې ډلې د خپل مشر د وژل کیدا د تائیدولو په ترڅ کښې ابو الحسین الحسیني القرشي د خپل نوي مشر په توګه معرفي کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2022 01:18 Asia/Kabul
  • د داعش ترهګرې ډلې نوی مشر معرفي شوی

فارس خبري اژانس وايي داعش ترهګرې ډلې د خپل مشر د وژل کیدا د تائیدولو په ترڅ کښې ابو الحسین الحسیني القرشي د خپل نوي مشر په توګه معرفي کړ.

د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ډلې ویاند ابي عمر المهاجر پرون په یوه غږیز پیغام کښې د دغه ډلې د سرغنې ابي الحسن الهاشمي القرشي وژله تائید کړه.

المهاجر په دوام کښې ابو الحسین الحسیني القرشي د داعش ترهګرې ډلې د نوي مشر په توګه معرفي کړ او له هغه سره د بیعت کولو غوښتنه یې وکړه.

داعش تکفیري ترهګره ډله د القاعده ډلې یوه برخه ده کومې چې په دوه زره دیارلسم میلادي کال کښې د سعودي عربستان د امریکا د بریتانیا او د نورو عربو هیوادونو په مالي، وسله وال او استخباراتي ملاتړ او مرستې سره په عراق کښې خپل شتون اعلان کړ او وتوانیدله چې د عراق او د سوریې یوشمیر سیمې ونیسي خو د دوه زره اولسم میلادي کال تر پاې پورې یې ټولې نیول شوي سیمې له لاسه ورکړې.

د داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې بنسټګر او لومړی مشر ابوبکر بغدادي و.

د داعش ترهګرې ډلې مشرانو خپل ستر هدف د خلافت احیا کول بللی او دغه ډلې په خپلو مخالفو مسلمانانو باندې د کفر په فتوا لګولو سره د ډیرو مخالفو  مسلمانانو په تیره بیا د شیعه مسلمانانو پرضد زیات جنایتونه او جرمونه ترسره کړي دي.

داعش ډلې له القاعده او نورو وهابي ډلو سره یوځاې په ټوله دنیا په تیره بیا سوریې ، یمن ، لبنان  ، عراق ، افغانستان، پاکستان او  نورو هیوادونو کښې د ښځو او د ماشومانو په شمول ډیر بې ګناه خلک وژلي دي.