د ایران او نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپانو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
ګرانو دوستانو نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم د صهیونیسټ دښمن په مقابل کې د مقاومت سټراټیژیکې بریاوې بیان کړې او ویې ویل مقاومت غورځنګ د لبنان په یوه رکن بدل شوی دی.
د « سند» په نوم د بشري حقوقو موسسې د عربستان د شپږو ښاریزو پرضد د اعدام او پانسۍ د حکم په صادریدا باندې ټینګار سره د ال سعود رژيم لخوا د خلکو د اعدامونو زیاتیدل وغندل.
د «سند» په نوم د بشري حقوقو موسسې ویلي دي چې د سعودي عربستان رژیم قضايي قوې په نړیواله سویه له غندنو سره سره د بیان د ازادۍ د بندیانو پرضد د اعدام خپل سري حکمونه صادر کړي دي.
د روسیې حکومت د اروپا او د اوه ډلې لخوا د ماسکو د تیلو لپاره د بیو د ټاکلو اندازې ته په غبرګون کښې وویل چې روسیه به نور په اروپا باندې تیل خرڅ نکړي او اروپايي هیوادونه باید له دې وروسته د روسیې تیل هیر کړي.
د ترکیې د «اسلامبول» ښار په مرکز کښې د لړم د میاشتې له ترهګرې بم چاودنې وروسته چې شپږ کسان پکښې مړه او شپږپنځوس نور ژوبل شوي وو د انقرې حکومت د دغه بم چاودنې عامله د سوریې یوه ښځه وبلله کومه چې له پي کی کی ډلې سره ملګرتیا لرلي ده او دغه ښځه او د سوریې نور په لسګونو کسان په دې اړه نیول شوي هم دي.
د امریکا یوې معتبرې مجلې نیشنل اینټرسټ په هیواد کښې د توکمپالو تفکراتو ودې او د سیاسي او د ټولنیزو درزونو ډیریدا او وسله والو تاوتریخوالو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې امریکا ډیره موده کیږي دوهم داخلي جنګ ته ورننوتلي ده.
په صنعا کښې د یمن د بشري حقوقو یوه مقام په دغه هیواد کښې د جنګ د وژل شویو ماشومانو د شمیر په اعلانولو سره ټینګار کړی دی چې په دغو حملو کښې اکثره ماشومان د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف په قصدي حملو کښې وژل شوي دي.
د صهیونیسټ رژیم تند لارې وزیر بن ګویر د فلسطین د مقاومت ډلو د انتقام او غچ اخیستلو په فهرست کښې شامل کړی شوی.
د امریکا دفاع وزیر لئونیډ په خپلې یوې وینا کښې د چین د لوړو وسونو په هکله په جدي خبردایو ورکولو سره وویل چین د نړیوال نظم او د سیمې د بدلولو لپاره د قدرت او د ارادې لرونکی هیواد دی.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو.
د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود د خپل هیواد په هکله د امریکا د کړچار په اړه وویل د افغانستان په وړاندې د واشنګټن سیاست نه یوازې واضح نه دی بلکې مبهم دی او د امریکا پروګرامونه هم د افغانستان د خلکو او هم د واشنګټن لپاره زیات لګښتونه لرلی شي.
د سوریې د «رقه » ولایت په خوا کښې د سوریې د کرد ځواکونو(قسد) په مورچو باندې د ترکیې د توپونو د حملو له دوام سره په یووخت د سوریې په شمال ختیځ کښې په «حسکه» ولایت کښې د امریکا د ملاتړو کرد ځواکونو یو قومندان ووژل شو.
د بشري حقوقو د یوه مرکز ( چشم بشریت )مشر دې ته په اشارې سره چې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف نیغ په نیغه حملو کې د یمن کابو څلور زره ماشومان شهیدان شوي دي وویل د یمن ماشومان د دغه جنګ اصلي هدف دی.
خبري سرچینو وویل د سوډان سیاسي ګوندونو او د دغه هیواد پوځي حکومت نوي موافقه لاسلیک کړي ده چې پراساس یې پوځیان له قدرت څخه څنګ ته کیږي او یو غیر پوځي سړی به د حکومت مشرۍ په لاس کښې واخلي.
د انګلستان د کنزوریټو(Conservative) ګوند یوه مشر ندیم زهاوي وویل د لندن حکومت مکمن دی د عمومي برخو د کاربندیز د کنټرولولو لپاره له پوځ څخه مرسته ترلاسه کړي.
فرانسه له روسیې څخه د اټومي سونګو د واردولو په دوام سره د اوکراین پرضد د ولادیمیر پوتین د جنګ په مالي تامین تورنه شوه او د ژواک چاپیریال یوې مدافع موسسې د پاریس دغه اقدام شرمونکی وباله.
د عراق د ملي حکمت ډلې مشر عمار حکیم په یوې وینا کښې د هیواد د واکمنۍ د ساتنې ضرورت ته په اشارې سره وویل اجازه نه ورکوو چې ترهګر د عراق له خاورې د ګاونډیو هیوادونو پرضد بریدونه وکړي او زیاته یې کړه چې د ایران له اسلامي جمهوریت او ترکیې سره په ګډو سرحدونو کښې دې د عراق ځواکونه دیره شي.
خبري سرچینو د اسرائیلو په بن ګوریون هوايي ډګر کښې د یوې امنیتي پیښې د رامینځته کیدا خبر ورکړ او دا په داسې حال کښې دي چې دغه پیښه بحرین ته د صهیونیسټ رژیم د مشر اسحاق هرتزوګ له سفر سره په یووخت وشوه.
بحرین ته د تلو لپاره په بن ګوریون هوايي ډګر کښې د صهیونیسټ رژيم د مشر له شتون سره په یووخت خبري سرچینو د دغه هوایي ډګر په انګڼ کښې د ډزو د اوریده خبر ورکړ.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني د داعش ترهګرې ډلې لخوا په تکریت ښار کښې د اسپایکر د هوايي اډې د جنایت د اولس سوه (۱۷۰۰) کسانو د وژل کیدا د ځاې د لیدو په ترڅ کښې وویل دغه جنایت به د دوې د عاملانو په تندي باندې شرمونکي داغ وي او د عراق امنیتي او قضايي ادارې د هیواد دننه او په خارج کښې د دغه جنایت د عاملاتو تعقیبولو ته دوام ورکوي چې هغوې سزا شي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.
()
میرر برتانوۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د حزب اسلامي ګوند پر مشر ګلبدین حکمتیار په کابل کې د هغه پر دفتر د ځانمرګي برید په اړه لیکلي دي.
په دې مقاله کې راغلي چې په برید کې یو کس ووژل شو او څو ساتونکي یې ټپیان شول خو د طالبانو امنیتي کسانو بریدګر مخکې له دې چې ودانۍ ته ننوځي، په ډزو ووژل.
مقالې د مجاهدینو د پخواني مشر ګلبدین حکمتیار له قوله لیکلي، بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه او چادرۍ اغوستې وې.
وروسته راغلي چې تر اوسه روښانه نه ده چې دا برید چا کړی و او هیچا چا یې مسوولیت نه دی منلی.
د مقالې لیکوال اشاره کوي چې په همدې ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت هم ډزې وشوې او ویل شوي چې دا د پاکستاني سفیر عبیدالرحمان نظاماني د وژلو هڅه وه.
د پاکستان سفیر ته زیان نه دی اووښتی، خو یو ساتونکی یې سخت ټپي شو.
په مقاله کې یادونه شوې چې یوازې یوه ورځ مخکې تر دې بریده، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د افغانستان پر خاوره د منظمو شویو ټروریستي حملو مخه دې ونیسي.
مخکې تر دې پاکستاني طالبانو په کويټه ښار کې د هغې حملې مسوولیت واخیست چې په کې څلور پولیس ووژل شول.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پر سفارت برید په سختو ټکو وغانده او وې ویل چې دا ډول پېښو ته به اجازه ورنه کړي چې په کابل کې سفارتونه له ګواښ سره مخامخ کړي.
()
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال ټيم په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
د مقالې په سر کې راغلي چې د نارینه وو د فوټبال د نړیوال جام سیالیو پر مهال د هر هېواد بیرغ پورته کېږي، ملي سرود یې غږول کېږي، خو د افغانانو لپاره په دغو سیالیو کې ګډون وروسته له هغه یوازې یوه هیله پاتې ده چې د طالبانو یو ځل بیا واک ته له رسېدو سره دوی اړ شول چې خپل هېواد پرېږدي.
وروسته راغلي چې طالبانو د نجونو او ښځو پر لوبو بندیز لګولی دی او د ښځو د فوټبال ملي ټیم اوس هم له دې پرېکړې اغېزمن دی که څه هم غړې يې په اسټرالیا کې دیره شوي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون دا ټیم د رسمي ټیم په توګه نه پېژني او نه هم فیفا چې د فوټبال د مدریت نړیواله اداره ده.
د نیویارک ټایمز په مقاله کې راغلي، هغه نجونې چې د فوټبال کولو په خاطر یې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی وو، اوس اجازه نه لري چې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
د مقالې په وینا دوی له فیفا غوښتي چې بېرته دې د افغانستان برخه فعاله کړي چې ښځې د خپل هېواد استازیتوب وکړای شي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله له تاسو اجازه غواړو سوکاله وسئ