له طالبانوسره اړیکي د هغوپه ژمنتیا پورې اړه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125168-له_طالبانوسره_اړیکي_د_هغوپه_ژمنتیا_پورې_اړه_لري
په عین حال کې طالبانو له امریکا غوښتي چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د تفاهم او خبرو اترو لاره خپله کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2022 08:35 Asia/Kabul
  • له طالبانوسره اړیکي د هغوپه ژمنتیا پورې اړه لري

په عین حال کې طالبانو له امریکا غوښتي چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د تفاهم او خبرو اترو لاره خپله کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له کابل سره د واشنګټن د اړیکو پراخېدل به د سرپرست حکومت د خپلو ژمنو په عملي کولو پوري اړه لري.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس وايي، له طالبانو سره هر ډول تعامل به د بشري حقونو په برخه کې د دوی د کړنو پر بنسټ وي.

ده زیاته کړه چې واشنګټن هڅه کوي چې سرپرست حکومت دې ته اړ کړي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

په عین حال کې طالبانو له امریکا غوښتي چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د تفاهم او خبرو اترو لاره خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانوله واک ته د رسېدو پنځلس میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.