ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازی:
په افغانستان کښې حالات کړکیچن دي
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي وویل: د ملګرو ملتو له هلوځلو سره سره په افغانستان کښې روانه وضعه لاهم لانجمنه او کړکیچنه ده
امیر سعید ایرواني د افغانستان په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې د دغه هیواد په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي وروستي رپورټ ته په اشارې سره زیاته کړه چې دغه رپورټ ښودنه کوي په راتلونکي ۲۰۲۳ کال کښې به ۲۸.۳ میلیونه افغانان انساني او حمایتي مرستو ته اړتیا ولري او د افغانستان واکمن حکومت نه دی توانیدلی چې پر خپلو ژمنو په تیره بیا د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په لړ کښې پر خپلې وعدې عمل وکړي.
ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر هم داشان وویل: په داسې حال کښې چې انساندوستانه مرستې د افغانستان لپاره ډیرې ضروري دي خو اوږدمهاله حل لاره نه ده او د هیواد اقتصاد باید په وړومبیتوب کښې راشي، که د افغانستان د اقتصاد راژوندي کول شرطمن یا سیاسي شي نو د افغانستان خلک به تاواني شي.
ایرواني زیاته کړه: په خواشینۍ سره امریکې له افغانستانه د خپلې غیرمسئولانه وتنې د ذمه وارۍ د منلو پر ځاې د خپلو غیرقانوني اقداماتو له هغو نه د افغانستان د خلکو د شتمنیو د کنګل کونې د دوام د توجیه لپاره بې بنیاده او دروغو دلایلو ته مخه کړې ده.
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې، د امریکې له غیرانساني بندیزونو او د نړیوالې ټولنې له ډیرو لږو ملاتړونو سره سره، ښه په خلاص زړه د افغانستاني کډوالو کوربه توب کوي.
هغه په افغانستان کښې د داعش شتون ته په اشارې سره هم وویل: په افغانستان کښې یوځل بیا د داعش او په القاعدې پورې پيئلو ډلو د دغه هیواد، ګاونډیانو او ټولې سیمې لپاره جدي ګواښ رامینځته کړی دی.
ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او استازي هم داشان د نشه ایزو موادو قاچاق د افغانستان یوه بله ستره ستونزه وبلله او ویې ویل چې په دې هکله د ملګرو ملتو له نشه ایزو توکو او جرمونو سره د مقابلې د دفتر وروستی رپورټ اندیښمنونکی دی.