نن د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې کلیزه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125270-نن_د_حضرت_عیسی_مسیح_علیه_السلام_د_زوکړې_کلیزه_ده
نن د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه د حضرت عیسی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2022 01:54 Asia/Kabul
  • نن د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې کلیزه ده

نن د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه د حضرت عیسی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده

د ایران پریس د خبر له مخې حضرت عیسی مسیح علیه السلام د خدای تعالی یو لوې پیغمبر دی چې په قرآن کریم کښې یې ډیر درنښت شوی دی.

قرآنِ پاک  په ګڼو آیتونو کښې د حضرت عیسی علیه السلام پیژندګلوي کړې او د یو اولو العزم پیغمبر یعنې د کتاب او شریعت د لرونکي پيغمبر په توګه یې د دوي مقام بیان کړی دی.

حضرت عیسی علیه السلام چې په قرآن کریم کښې د روح الله په نوم یاد شوی دی، د بي بي مریم(س) زوې دی.

حضرت عیسی د یهودیانو د اسماني کتاب تورات په تصدیق سره زیرې ورکړ چې له ما وروسته به یو رسول راځي چې نوم به یې (احمد) وي، او هغه د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دی.

د نړۍ عیسایان د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د نیکمرغه میلاد په ورځ ځانګړې دستورې ترسره کوي چې په کورونو کښې د سروې د ونې لګول په کښې یو ډیر مشهور رسم دی.

که څه هم د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کلیزه د هر کال د دسمبر په پنځویشمه نیټه لمانخله کیږي خو نوې میلادي کال د جنورۍ له وړومبۍ نیټې پیلیږي.

مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې به استازیتوب د حضرت عیسی علیه السلام ټولو منونکو او مینه والو او ټولو موحدانو ته د زړه له کومې مبارکي وایو.