روسیه نور پر ځينو لویدیځوالو تیل نه خرڅوي
د روسیې لپاره ئې د شل فیصدي اقتصادی ځوړتیا اټکل کړی وه ،البته یوازې دوه اعشاریه نهه فیصدي اقتصادي ځوړتیا مو درلودلې او دمونږ وضعیّت له ډيرو هیوادونو لا ښه دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لویدیځ له خوا د دغه هیواد د تیلو د بیّې د ټاکلو په غبرګون کې پرون ،په هغو هیوادونو دتیلو د پلور د منع کیدا فرمان صدر کړی چې دغه بیّې ئې ټاکلي دي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، دروسیې د تیلو لپاره د بیّو د اندازې پر ټاکونکو هیوادونو د روسیې دتیلي تولیداتو د خرڅولو دممنوعیّت لپاره د ولادیمیر پوتین فرمان به د ۲۰۲۳کال دفرورۍ له لومړۍ نیټې اجرا شي.
له بل پلوه ، د روسیې دحکومت کابینه به په نزدې راتلونکي کې په هغو هیوادونو د تیلی تولیداتو دممنوعیّت په باب چې په دغه هیواد کې د تولید شوو دغو محصولاتو لپاره بیّې وټاکي ، هم فیصله وکړي.
په عین حال کې ، د روسیې د ولسمشر پوتین د نوي فرمان په اساس ، دی ، د خاصو هیوادونو ته د ممنوعه م حصولاتو د وړاندې کولولپاره ځانګړی مجوز صادرولی شي. دغه فرمان به د ۲۰۲۳کال د جولائی تر لومړۍ پورې اعتبار ولري.
ولادیمیر پوتین له دې مخکې هم د روسیې دتیلو لپاره د بیّو داندازې ټاکل، بې اغیزې اعلان کړي او وئيلي ئې وو، د روسیې لپاره ئې د شل فیصدي اقتصادی ځوړتیا اټکل کړی وه ،البته یوازې دوه اعشاریه نهه فیصدي اقتصادي ځوړتیا مو درلودلې او دمونږ وضعیّت له ډيرو هیوادونو لا ښه دی.
اروپائي اتحادئې ، اوه ډلې او آسټریلیا پخپل یوه نوي اقدام کې دروسیې د تیلو په ضد د شپیته ډالرو په اندازې سره د اخستو بیّه ټاکلې ده .ددغې فیصلې په اساس چې اجرا شوي ، دروسیې تیلی ټينکر او کشتۍ له سمندری بیمې محرومه کیږي،مګر دا چې دهغو د تیلو بیرل له شپیتو ډالرو په کمه بیّه خرڅ شي.البته په دې اړه د روسیې چارواکو هم یو لړ جدي ګواښونه کړي دي.