طالبان دې افغان انجونې له زده کړې نه منع کوي مسلمان عالمان دې رول ولوبوي
د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم طاهاله زده کړې د انجونو په محرومولو کې د طالبانو د فیصلې په ضد داسلامی نړۍ د عالمانو او دینی مراجعو د یووالی او اتحاد غوښته وکړه.
زمونږخبریال دایکنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم طاها د اسلامی فقې له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو زرترزره دې له زده کړې د انجونو دمنع کولو په باب دطالبانو د فیصلې په خلاف د اسلامی نړۍ دعالمانو او دیني مراجعو داتحاد په موخې سره یو نړیوال کمپاین پيل کړي.
حسین ابراهیم طاها چې د اسلامی فقط دنړیوالې ټولنې د شورا په دوهمې ناستې کې ئې وینا کوله ،ټينګار وکړ، دغه ټولنه باید انجونو ته د تعلیم او زده کړو د اهمیّت په زمینې کې داسلام د پاکت دین تعلیمات بیان کړي .
هغه چې په دغه کنفرانس کې ئې د ویډيوئي کنفرانس له لارې وینا کوله روښانه کړه ،له اسلامی شریعت سره دتوپیر په پلمه د ښځې دعلمي پلاوي دغړو لیرې کول او دپوهنتوني زده کړو پشمول دانجونو د زده کړې دمخنیوي په باب د طالبانو د حکومت فیصله د اسلامی فقې د ټولې په وړاندې یو چیلنج دی .
ابراهیم طاها دې ته په اشارې سره چې دافغانستان دوسیه د اسلامی ملګرتیا موسیسې او د اسلامی فقې دنړیوالې ټولنط په ایجنډا کې شته ، ټينګار وکړ، د طالبانو دغه فیصله د اسلامی شریعت دمتنونو په اساس نه ده .
د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي ووئيل، له دزه کړې د انجونو په محرومولو کې د طالبانو فیصله، هغه مغالطې چې د اسلام د حقیقي دین په باب خپریږي، لا ژروروي او دا په داسې حال کې دي چې اسلام له دغه ډول مغالطو مبراءدی.