په امریکا کې د کرونا بیا ځلې خپرېدا
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125538-په_امریکا_کې_د_کرونا_بیا_ځلې_خپرېدا
په امریکا کې بیا ځلې د کرونا څپه راغلې او د هرې ورځې په تېرېدو سره، په دغه هیواد کې د بستري ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2022 08:29 Asia/Kabul
  • په امریکا کې د کرونا بیا ځلې خپرېدا

په امریکا کې بیا ځلې د کرونا څپه راغلې او د هرې ورځې په تېرېدو سره، په دغه هیواد کې د بستري ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د کرونا د اومیکرون وایروس نوی ډول چي د خپراوی وړتیا یې خورا زیاته ده په چین کې له خپرېدو وروسته اوس د نړۍ ۲۲۸ هیوادونو ته لاره موندلې ده.

په امریکا کې د نوې کرونا خپراوی هغه هم د عیسویانو د نوي کال په درشل کې حکومت لپاره یوه ستره ننګونه رامینځ ته کړې ده.

د امریکا د ساري ناروغیو د کنټرول مرکز اعلان وکړ چي یو ځلې بیا په روغتونونو کې د کرونایي ناروغانو د بستري کېدو شمېر مخ په زیاتېدو دي. د تیرې اوونۍ په پنج شنبې ورځ په امریکا کې د کرونایي ناروغانو شمېر ۴۲ زره تنو ته رسېدلی و.

په امریکا کې د طبي چارو ماهرینو له خلګو غوښتنه کړې چي د نوي کال په مناسبت له تګ راتګ او مېلمستیاو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې د کرونا واکسن تقویتي ډوز ولګوي.

په تېره اوونۍ کې په امریکا کې له ۵ زرو زیات بدحاله کرونایې ناروغان په روغتونونو کې بستریان شوي دي.

د امریکې حکومت همدارنګه له هغو مسافرو څخه د کرونا ازمایښت اخلي کوم چي له چین څخه راغلی وي.